د کورنیو چارو وزارت: سرتيرو کندوز کې پر لاریونوالو ډزې نه دي کړې

ټاکنې

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت تېره شپه ناوخته د یوې اعلامیې په خپرولو سره هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې افغان امنیتي ځواکونو پرون یکشنبه کندوز کې پر یو شمېر اعتراضیانو ډزې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت له دې اعلامیې وړاندې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو نوماند عبدالله عبدالله پرون کابل کې په یوه خبري ناسته کې تور ولګاوه چې ځانګړو ځواکونو کندوز کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې پر پلویانو ډزې کړې دي.

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې اعلان وکړ چې د دې ډزو له کبله د دوی یو تن ټاکنڅاری(ټاکنیز څارونکی) وژل شوی او ګڼ نور ټپیان دي.‌

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، پرون یکشنبه وسله والو طالبانو کندوز کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دفتر هاوان مرمۍ توغولې وه،‌ چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی دی او څلور نور ټپیان دي.

ښاغلي عبدالله پرون دا تور هم پورې کړ چې ځینې کړۍ افغان امنیتي ځواکونه په ټاکنیز بهیر کې ښکېلوي او د خپلې ګټې لپاره یې کاروي.

نوموړي وویل،‌ د ټاکنو بهیر کې د افغان امنیتي‌ ځواکونو ښکېلول یو خیانت دی او پر افغان ځواکونو یې غږ وکړ چې دې پروسه کې له لاسوهنې ډډه وکړي.‌

خو د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې راغلي‌ چې افغان امنیتي‌ ځواکونه د ټاکنو په بهیر کې بې پرې دي او بل چا ته به هم اجازه ورنه کړي چې دې پروسه کې لاسوهنه وکړي.

د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو ځنډ او د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه اوس اوس جنجالي شوې ده او دا لومړی ځل دی چې یوه ټاکنیزه ډله په دې بهیر کې د افغان امنیتي‌ ځواکونو د رول په اړه پوښتنه راپورته کوي.

عبدالله
د عکس تشریح، ښاغلي عبدالله پرون یو ځل بیا د افغانستان پر ټاکنو خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې باید د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر ودروي

ښاغلي عبدالله پرون یو ځل بیا د افغانستان پر ټاکنو خپلواک کمېسیون غږ وکړ چې باید د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر ودروي او زیاته یې کړه چې د دوی ناظرین به د دې بهیر څارنه نه کوي.

نوموړي وویل، که کمېسیون د دوی غوښتنې نه مني نو بیا په لوی لاس د ټاکنو مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي او د بحران خوا ته یې بیایي.‌

خو د ټاکنو د خپلواک کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حقپرست پرون بي بي‌ سي ته وویل،‌ دوی د جنجالي‌ رایو د بیا شمېرنې د بهیر په اړه ټاکنیزو ډلو ته پوره وضاحت او مالومات‌ ورکړي‌ او د همدې چارې لپاره یې درې ورځې دا بهیر ځنډولی هم و.‌

ښاغلي‌ حقپرست وویل،‌ که کمېسیون د هر چا غوښتنې ومني نو ښایي‌ د ټاکنو لومړنۍ پایلې تر قیامته هم اعلان نشي، نو ځکه دوی اړ دي چې د قانون له مخې خپل کار ته دوام ورکړي او د جنجالي‌ رایو بیا شمېرنه بشپړه او د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.‌

نوموړي زیاته کړه، که څوک د ټاکنو کمېسیون کار ته نه پرېږدي او د رایو بیا شمېرنې بهیر کې خنډ جوړوي نو بیا د افغان حکومت مسولیت دی چې مداخله وکړي او د دې کړیو د ناروا(نامشروع) غوښتنو مخه ونیسي.

یاده دې وي چې د افغانستان د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان تر اوسه دوه ځله ځنډېلی دی.‌

د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر نوماندان تور لګوي چې ټاکنو کې درغلي شوې ده او د رایو د بیا شمېرنې د بهیر درول غواړي.

د ښاغلي عبدالله پلویانو د کندوز په ګډون په ځینې ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون کارمنانو ته اجازه نه ده ورکړې چې د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکې ټاکنډله بیا تر ډېره د ټاکنو کمېسیون له چارو کوم شکایت نه لري‌ او بیا بیا یې غوښتنه کړې چې دا اداره دې خپل کار ته پرېښودل شي.