د افغانستان ټاکنې؛ 'باوري رایې یو میلیون او ۸۴۳ زره دي'

دېرما لاګ هغه جرمني کمپنۍ ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې د رایه اچوونکو د بایومټریک ټیکنالوجۍ په واسطه دا بهیر بهیر پر مخ وړي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، دېرما لاګ هغه جرمني کمپنۍ ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې د رایه اچوونکو د بایومټریک ټیکنالوجۍ په واسطه دا بهیر بهیر پر مخ وړي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د 'دېرما لاګ' شرکت د مالوماتو له مخې، یو میلیون او اته سوه او ۴۳ زره بایومټریک رايې یې 'باوري' او ۸۶ زره نورې 'بې باوره' ګڼل شوې دي. د ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم پر ۲۳مه اعلانېږي.

د ټاکنو کمېسیون یوه کمېشنر اورنګزیب په یوه خبري ناسته کې وویل، هغه بایومټریک شوې رایې چې پخوا یو میلیون ۹۲۰ زره اعلان شوې وې، ۸۶ زره یې د دېرما لاګ شرکت له څېړنو وروسته 'بې بې باوره' شمېرلي دي.

نوموړي وویل: "دېرما لاګ موږ ته باوري او ناباور معلومات راکړي چې تخنیکي همکارانو هغه د ولایاتو، محلاتو او مرکزونو په کچه ډلبندي کړې چې پر بنسټ یې له شمېرلو پرته ترسره کړو."

دا کمېسیون وايي، د هغو رایه ورکوونکو د وروستیو معلوماتو په راټولولو بوخت دي چې د دېرما لاګ جرمني شرکت له خوا دوی ته ورکړل شوي دي او زیاتوي د دې جمع بندیو وروستۍ پایلې به تر درېیو نورو ورځو پورې له خلکو سره شریکې کړي.

کمېشنر

د عکس سرچینه، IEC

د عکس تشریح، کمېشنر اورنګزیب په یوه خبري ناسته کې وویل، هغه بایومټریک شوې رایې چې پخوا یو میلیون ۹۲۰ زره اعلان شوې وې، ۸۶ زره یې د دېرما لاګ شرکت له څېړنو وروسته 'بې بې باوره' شمېرلي

دېرما لاګ هغه جرمني کمپنۍ ده چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو کې د رایه اچوونکو د بایومټریک ټیکنالوجۍ په واسطه دا بهیر بهیر پر مخ وړي.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تېرې تلې/میران په ۲۷مه اعلان شوې وای، خو د ټاکنو کمېسیون پر ټاکل شوي وخت د پایلو په اعلانولو ونه توانېد، دا کمېسیون وايي په پام کې وه د یادو ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم/عقرب پر ۱۶مه اعلان شي، خو کمېسیون د لومړنیو پایلو د اعلان نېټه د لړم ۲۳مه اعلان کړه.