افغان ټاکنې؛ کومو ولایتونو ډېرې او کومو کمې رایې لرلې؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر اوسه د هېواد څلورو زرو او ۶۸۴ مرکزونو کې د اچول شویو رایو کچه په ډاګه شوې ده، چې پر بنسټ یې دوو میلیونو او ۶۹۵ زره او ۸۹۰ کسانو په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ ټاکنو کې ګډون کړی و.
د ټاکنو کمیسیون وايي، کابل د څه باندې ۴۵۹ زرو رایه ورکوونکو په لرلو تر ټولو لوړه کچه او روزګان د څه باندې شپږو زرو رایو په درلودو د رایه ورکوونکو هېوادونو تر ټولو ټیټه کچه لري.
دا کمېسیون زیاتوي، د رایه اچوونکو شمېر وروستی نه دی او ښايي بدل شي.
په لاندې جدول کې ولایتونو کې د خلکو د ګډون جزییات لوستلی شئ:




