افغان ټاکنې؛ د رایو د پایلو اعلان تر نامعلومې مودې وځنډېد

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan
د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ځل بیا د ولسمشریزو ټاکنو د رایو لومړنۍ پایلې وځنډولي. د دغه کمیسیون چارواکي وايي، د بېلا بېلو لاملونو له امله نه شي کولای سب یعنی د لړم پر ۲۳مه د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
د دغه کمېسیون ویاند مرزا محمد حقپرست له بي بي سي سره په خبرو کې د دغه ځنډ لامل په ۱۵ ولایتونو کې د یو شمېر نوماندانو لخوا د رایو بیا شمېر بهیر درول یاد کړل.
د تېرې دوشنبې پر ورځ د افغانستان ټاکنوخپلواک کمېسیون پرېکړه وکړه، چې په ۳۴ ولایتونو کې به د کابو ۸۵۰۰ محلونو رایې د شفافعیت رامنځته کېدو په موخه بیا له سره شمېرل کېږي.
د کمېسیون له یادې پرېکړې سره د ولسمشریزو ټاکنو کابو ټولو نوماندانو پرېکون وکړ، خو یوازې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکې ډلې د کمېسیون د پرېکړې ملاتړ وکړ.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دې مخکې ویلي و، تر اوسه د رایو بیا شمېرنې بهیر کې د ۲۴ ولایتونو د ۹۹۴ محلونو د رایو بیا شمېرنه او ارزونه پای ته رسېدلې ده.
دغه کمېسیون زیاتوي، د څلورو ولایتونو د رایو بیا شمېرلو او ارزونې او باطلولو بهیر بشپړ شوی، خو دا بهیر په لسو ولایتونو کې د ځینو ټاکنډلو د ملاتړو د لاسوهنې له کبله نه دی پیل شوی.
په ورته وخت کې، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له ټولو ټاکنډلو او د ټاکنو له ښکېلو خواوو غوښتي چې له کمېسیون سره د قانون، لایحو او طرزالعملونو مطابق همکاري وکړي.

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN
په پام کې وه، چې (پنجشبه/لړم ۲۳مه) د تېرو ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان شي، خو تېره ورځ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو له لوري د دوی د ولایتي دفترونو د تړلو له امله د لړم پر ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه اندېښنه لري.
دغه کمېسیون وايي، په ۱۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ټاکنیزو ډلو د اعتراض له کبله نه دی پیل شوی.
مېرمن نوستانۍ وايي، یوازې په یوه ولایت کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.
د لړم یا عقرب میاشتې پر ۲۳مه د لومړنیو پایلو د نه اعلان په صورت کې به دا دویم ځل وي چې ټاکنو کمېسیون په ټاکل شویو نېټو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.
ټاکنو کمېسیون د رایو د بیا شمېرنې د بهیر د پيل له اعلانه پنځه ورځې وروسته، د دغه کمېسیون مشرې او غړو د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې د نویو ننګونو خبره وکړه.
د ټاکنو کمېسیون مشره وايي، دا بهیر په ۲۰ نورو ولایتونو کې دوام لري، خو په وینا یې په ۱۴ ولایتونو کې ځینو ټاکنیزو ډلو د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیولې ده.
اغلې نورستانۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د احتمالي ځنډ خبره هم وکړه.









