ټاکنو کمېسیون: که پر کمېشنر مو تور ثابت شي، قانوني چلن به ورسره کېږي

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي، که د دوی پر کمېشنر محمد عبدالله هغه تور ثابت شي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا د یوناما لخوا یې په یوه لیک کې یادونه شوې ده، نو له یاد کمېشنر سره به قانوني چلن کېږي. خو کمېسیون زیاتوي چې په دې اړه د دوی پلټنې روانې دي او تر وخت د مخه باید څوک ملامت ونه بلل شي.
د دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما لخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یو استول شوي لیک کې دې موضوع ته اشاره شوې ده.
په دې لیک کې چې ظاهراً د یوناما د مشر په لاسلیک د کمیسیون مشرې ته استول شوی، د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنر محمد عبدالله تور لګېدلی چې د نړیوالو څارونکو په شتوالي کې یې د کمیسیون یو تخنیکي کارکوونکی په مرګ ګواښلی او د هغه مذهب او قوم ته یې سپکاوی کړی دی.
یوناما د دغه لیک شتوالی تایید یا رد نه کړ، خو بي بي سي ته یې په لیکلي غبرګون کې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون مشرتوب له کلکو ننګونو سره مخامخ دي او په چارو کې یې روڼتیا ته کلکه اړتیا ده.
د دې په غبرګون کې پخپله کېمشنر محمد عبدالله اوس د قانوني اقداماتو ګواښ کړی. نوموړي نن خبریالانو سره خبرو کې دا تورونه د هغه چا کار وباله چې د ده په وینا "دننه یوناما کې د ځانګړو چینلونو په بڼه د یوه نوماند یا نوماندانو په ملاتړ یا مخالفت جوړ شوي دي ".

بله خوا د ټاکنو کمېسیون وایي، د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو محلونو د بیا شمېرنې بهیر له پنځو پرته په نورو ولایتونو کې روان دی. په دغو پنځو ولایتونو - تخار، بغلان، بدخشان، پروان او پنجشېر کې د نوماند عبدالله عبدالله پلویانو چې له دغه بهیر سره مخالفت لري، ټاکنیز چارواکي بیا شمېرنې ته پرېنښودل.
د ټاکنو کمیسیون په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د څه باندې اتو زرو محلونو د بیا شمېرنې او پلټنې بهیر د اوونۍ له سره پیل کړی، خو په داسې حال کې چې څو نورو نوماندانو هم ورسره مخالفت وښود، څرګنده نه ده چې کله به بشپړ شي.
یاده دې وي چې د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې په ګډون لږ تر لږه درېیو ټاکنیزو ډلو د جنجالي رایو پر بیا شمېرنه نیوکې کړې دي او د دې بهیر د درولو غوښتنه یې کړې ده.
د افغان ولسمشرۍ ټاکنو یو بل نوماند ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا تور لګولی دی چې دا ټاکنې رڼې نه وې، او غوښتنه یې کړې ده چې راتلونکي پسرلي کې دې له سره ټاکنې وشي.
د ولسمشر محمد اشرف غني ټاکنیزه ډله بیا د جنجالي رایو له بیا شمېرنې سره مخالفت نه کوي، او پر نورو نوماندانو یې هم غږ کړی چې د دې بهیر ملاتړ وکړي.
بله خوا د افغان ټاکنو د ملاتړ ډلې، چې ناټو، امریکا، ملګري ملتونه او یو شمېر اروپایي هېوادونه پکې شامل دي، د ټاکنو پر کمېسیون غږ کړی چې د لومړنیو پایلو اعلانولو کې دې نور ځنډ نه کوي.
خو یادې ډلې پر معترضو ټاکنیزو ډلو هم غږ کړی دی چې د ټاکنو پروسه دې بحران خوا ته نه بیایي او خپل شکایتونه دې اړوندو ادارو سره ثبت او قانون ته غاړه کېږدي.

د عکس سرچینه، Abdullah Facebook
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح الله سعادت دوشنبه ماسخوتن بي بي سي سره مرکه کې یو ځل بیا پر معترضو ټاکنیزو ډلو غږ وکړ چې د رایو د بیا شمېرنې بهیر ته خنډونه جوړ نه کړي.
ښاغلي سعادت وویل، دا چاره یوازې او یوازې په ټاکنو کې د لا ډېرې روڼتیا لپاره پیل شوې ده او د هېڅ کوم یو نوماند په ګټه نه کارول کېږي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړۍ پایلې وار د مخه یو ځل ځنډول شوې دي، او د نوي مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده چې د نومبر میاشتې پر ۱۴مه نېټه اعلان شي.
خو یو شمېر نوماندانو وار د مخه تورونه لګولي چې په دې ټاکنو کې پراخه درغلي شوې ده، او ټینګار کوي چې که یې غوښتنې ونه منل شي نو پایلې به ونه مني.








