ټاکنو کمېسیون: د جنجالي رایو بیا شمېرنه بحران نه رامنځته کوي

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د شاوخوا ۸۵۰۰ زره محلونو د جنجالي رایو بیا شمېرنه هېڅ ډول بحران نه رامنځته کوي او دا کار باید د ټولې پروسې د روڼوالي لپاره ترسره شي. خو یو شمېر ټاکنیزو ډلو د دې رایو له بیا شمېرنې سره مخالفت کړی او د دې بهیر درولو غوښتنه یې کړې.
خو د ټاکنو د کمېسیون ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، هغه ډلې چې د جنجالي رایو له بیا شمېرنې سره مخالفت کوي، ورته پکار ده چې د دې بهیر څارنه وکړي او د روڼوالي په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
یاد کمېسیون وایي چې د ځینو ولایتونو چارې مخ ته تللي او ټاکل شوې په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۰۰ رایمحلونو د رایو بیا شمېرنه او پلټنه وشي.
ښاغلي سادات له ټولو ټاکنډلو وغوښتل چې په دغه بهیر کې ورسره مرسته وکړي، خو دا اټکل یې رد کړ چې ګنې خبره به کړکېچ ته ووځي.
بله خوا د عبدالله عبدالله په مشرۍ د 'ثبات او همپالنې' ډلې د ټاکنو له کمیسیونه د رایو بیا نه شمېرلو غوښتنه وکړه، چې په وینا یې د دغې ټاکنډلې له څارونکو پرته دا بیا شمېرنه 'مشروعیت نه' لري. خو د محمد اشرف غني په مشرۍ 'دولت جوړوونکي' ټیم یې په غبرګون کې ویلي، "تاسو ویلي وو د ټاکنیز کمېسیون کار ته درناوی کوئ، یوازې هغه وخت چې ستاسې ډله ییزو او شخصي فرمایشونو ته غاړه کېږدي".

د عکس سرچینه، Ashraf Ghani/Dr Abdullah
نن د یکشنبې په ورځ د کابل د لویې جرګې په کېږدۍ کې ښاغلي عبدالله خپلو پلویانو ته وویل: "په هېواد کې د کړکېچ پلوی نه دی او که بحران رامنځته کېږي مسوولیت به یې د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټیم پرغاړه وي." ښاغلي عبدالله ویلي، که د رایو بیا شمېرلو بهیر ونه درول شي، پایلې به یې ونه مني.
بل خوا د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنډلې ویاند رضوان مراد بي بي سي ته وویل، د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې پرېښودل شي چې خپل کار پر مخ بوځي.
دا ټاکنډله ټینګار کوي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې دې په خپل وخت اعلان شي او ملت دې له دې ګونګ حالته بهر کړي:
"د ټاکنو کمېسیون دې خپلې پایلې اعلان کړي که د ډاکټر صاحب عبدالله ډله یې نه مني، بیا دې له اسمانه څوک راکوز کړي چې ښاغلي ته ووایه چې ویې مني."

د عکس سرچینه، Getty Images
ښاغلي مراد همدارنګه د ښاغلي عبدالله دې څرګندونو ته چې د احتمالي بحران پړه یې چې پر دولت جوړونې ټیم اچولې وویل، د بحران خبرې یې تکراري دي او د ده پر ټکو یوازې افغانانو ته 'سرخوږی' ډېروي.
همدارنګه د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلې فېسبوک پاڼه کې د عبدالله خبرو ته په یوه اوږده غبرګون کې ویلي، "د ثبات او همپالنې ټیم له بې ثباتۍ او نا همپالنې پرته هرڅه دي."
ښاغلي صالح لیکلي ډاکټر عبدالله عبدالله دې د ټاکنو کمېسیون پرېکړې ته درناوی وکړي.
په ورته وخت کې پرون شنبه هم درېیو ټاکنیزو ډلو د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون له هغې پرېکړې سره پرېکون اعلان کړی چې پر بنسټ یې په ټول افغانستان کې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د شاوخوا اتو زرو محلونو رایې بیا شمېرل کېږي.
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت او د رحمت الله نیبل په مشرۍ د امنیت او عدالت ټاکنیزو ډلو، خپلو ټولو څارونکو ته ویلي چې د بیا شمېرنې بهیر ونه څاري.
خو د محمد اشرف غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټاکنډلې د کمېسیون د دغې پرېکړې هرکلی کړی او غوښتنه یې کړې ده چې دا چاره دې بشپړه او لومړنۍ پایلې دې اعلان شي.
د ټاکنو کمېسیون له څارونکو غوښتي چې د وخت کمښت ته په پام سره څارنې او مشاهدې ته حاضر شي.









