ټاکنو کمېسیون غیر معیاري رایې بیا شمېري خو د عبدالله ډله ملاحظه لري

افغانستان

د عکس سرچینه، IEC

د عکس تشریح، د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي د رایو بیا شمېرل او څېړنه به د ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو په حضور کې تر سره شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي خپل تخنیکي ټیمونه د غیر معیاري رایو بیا شمېرلو او څېړنو لپاره سه شنبه ولایتونو ته لېږي. د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې بیا د ټاکنو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي تر هغې چې د ټولو کارول شویو رایو وروستۍ شمېر معلوم نه شي د رایو له بیا شمېرلو ډډه وکړي.

خو د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړونې ټاکنیزه ډله وايي د رایو شمېرل باید ژر تر سره شي چې د ټاکنو لومړنۍ پایلې پر خپل وخت اعلان شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون که څه هم د هغو محلونو شمېره نه ده کره کړې چې بیا يې رايې شمېري خو وايي ټاکل شوې ده سبا ټولو ولایتونو ته خپل تخنیکي ټیمونه ولېږي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند ذبیح الله سادات وايي د رایو بیا شمېرل او څېړنه به د ټاکنیزو ټیمونو د څارونکو په حضور کې تر سره شي.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ټاکنو کمیسیون له خوا د لومړنیو پایلو نژدې میاشت ځنډول شوي نېټې ته بیا لس ورځې پاتې ډي.

له دې وړاندې د ټاکنو کمیسیون کمیشنر اورنګزیب د وینا له مخې دا بهیر باید نن د دوشنبې په ورځ پیل شوی وای هغه ځنډ چې د دولت جوړونکي ټاکنیز ټيم اندېښنې يې راپارولي خو د ثبات او همپالنې ټيم يې پر وړاندې شرطونه ټاکي.

د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم یوه غړي نورالرحمان اخلاقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل تر هغې چې د ټولو رایو شمېر نه وي معلوم د رایو بیا شمېرنه باید پیل نه شي.

د ټاکنو کمیسیون له خوا د لومړنیو پایلو نژدې میاشت ځنډول شوي نېټې ته بیا لس ورځې پاتې ډي.

دې ته په کتو د دولت جوړونکي ټاکنیزې ډلې غړي وايي چې د رایو بیا شمېرل باید ژر پیل شي. د ټاکنو په کمیسیون کې د دې ډلې یوه څارونکي عبدالقادر هوتخېل وايي د رایو په بیا شمېرلو او د پايلو په اعلان کې بیا ځنډ دوی ته د منلو وړ نه دی.

د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د تلې میاشتې په شپږمه نېټه تر سره شوې او د مهالوېش له مخې ټاکل شوي ول چې لومړنۍ پایلې يې د تلې میاشتې پر ۲۷ اعلان شي خو کمیسیون ونه توانېده چې پخپل وخت پایلې اعلان کړي.

د ټاکنو کمیسیون د نوي مهالوېش له مخې باید د ټاکنو لومړنۍ پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ اعلان شي . له کمیسیون سره لس ورځې وخت او د ټولو رایو د بیا شمېرلو او څیړنو مهم کارونه پاتې چې که وکولای شي په دې نېټه پایلې اعلان کړي.