کندهار کې د ټاکنو کمیسیون ۸ کارکوونکي وژل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د کندهار د معروف ولسوالۍ پر ودانۍ د وسله والو مخالفینو ډله ییز برید کې ددې کمیسیون اته کارکوونکي وژل شوي دي.
ده ویلي دغه موټر بم برید تېره شپه ناوخته شوی دی.
د ټاکنو کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، دغو کسانو له ټاکنو کمیسیون سره بېلابېلو برخو کې کار کاوه.
نوموړی زیاتوي، دا چې په پېښه کې د دوی کارکوونکي څنګه وژل شوي تر اوسه ورسره د ټیلیفوني شبکو د خرابوالي له امله د پېښې بشپړ جزییات نه شته.
د کندهار امنیه قومنداني ویاند قسیم افغان اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې په دې ډله ییز برید کې یو شمېر افغان امنیتي سرتېري هم وژل شوي، خو د شمېرو په اړه یې څه نه دي ویلي.
په معروف ولسوالۍ کې ټلیفوني شبکې له وړاندې بندې کړای شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو یو ویاند قاري یوسف احمدي په یوه ټویټ کې د برید مسؤولیت منلی او د معروف ولسوالۍ د نیولو او افغان امنیتي ستېرو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا يې کړې.
خو د ټاکنو کمیسیون د کارکوونکو د وژل کېدو په اړه یې څه نه دي ویلي.








