د افغانستان ټاکنو کمېسیون: 'درې ټاکنې پر یوه وخت نه شو کولی'

د عکس سرچینه، Iec
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي، د تلې میاشتې په ۶ مه د درېیو ټاکنو د ترسره کولو توان نه لري.
د دغه کمېسیون چارواکي وایي، له اړوندو خواوو سره تر سلا مشورو وروسته یې پرېکړه کړې چې د تلې په ۶ مه به یوازې ولسمشریزۍ ټاکنې ترسره شي.
دوی د وخت او بودیجې کموالی او ځینې تخنیکي مسایل د دغې پرېکړې لاملونه بللي دي.
د ټاکنو نړیوال ملاتړي ګروپ یا ESG د ټاکنو د خپلواک کمېسیون له دغې پرېکړې هرکلی کړی دی.
وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او په غزني ولایت کې د پارلماني ټاکنو لپاره د راتلونکې تلې میاشتې شپږمه نېټه ټاکلې وه.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، کمېسیون د راتلونکو دوو ټاکنو (ولایتي شوراګانو او غزني کې د پارلمان) لپاره د ولسمشرۍ له ټاکنو وروسته د ټاکنو هوډ کړی دی.
د افغانستان ټاکنیز نوي قانون کې له بایومیټریک سیستمه ګټه اخیستل یوه نوې خبره ده. په تازه قانون کې په ډاګه شوې ده چې د ټاکنو څلور پړاوونه چې د رای ورکوونکو نوملیکنه هم پکې شامله ده باید د بایومیټریک سیستم له لارې ترسره شي.

د عکس سرچینه، EPA
د ټاکنو کمېسیون په تېرو پارلماني ټاکنو کې له بایو میټریک سیستم نه د ګټې اخیستو چندان ښه تجربه نه لري.
دغه کمېسیون څو اونۍ وړاندې له کابو اوو میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان د پارلماني ټاکنو پایلې اعلان کړې.
دغه ټاکنې د تېر ۱۳۹۷ کال په تله/میزان میاشت کې شوې وې.









