د ولسي جرګې د مشر ټاکنې پر سر روانې ناندرۍ

د عکس سرچینه، EPA
- Author, سید ولي ناصر
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسي جرګې د رییس د ټاکلو د لانجې پر سر تر پنځه ورځنیو بحثونو وروسته هم د دې لانجې د حل لپاره ټاکل شوې کمېټه کومې هوکړې ته و نه رسېده.
د دغې ۲۷ کسیزې کمېټې ۱۶ غړي د ولسي جرګې ریاست ته نوماند مير رحمان رحماني بریالي ګڼي، خو پاتې ۱۱ غړي بیا د کمېټې له پرېکړې سره مخالف دي.
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، سبا پنجشبنه به د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د هغې یوې لانجمنې رایې په اړه چې کولای شي د ریاست برخلیک روښانه کړي، رایه اچوونه وشي.
بل لور ته په ولسي جرګه کې د ننګرهار یو استازی میرویس یاسیني بي بي سي ته وویل، سره له دې چې پلاوي پرېکړه کړې، خو له قانوني پلوه څوک حق نه لري چې د دغې یوې رایې لپاره د رایو اچولو حق ورکړي:
''هغه یوه رایه چې پر هغه ورځ اداري پلاوي باطله اعلان کړه، یوه مشکوکه رایه ده چې د کومې معاملې پر بنسټ ورکړل شوې ده او په عمدي ډول پرې ځینې علامې کښل شوې دي، نو له همدې کبله د دغې رایې لپاره په جرګه کې رایې اچوونه هم غیر قانوني عمل دی، که رایې اچول کېږي هم دا غیر قانوني ده او په دې کې د قانون نقض دی ''
ټوله لانجه د همدغې یوې رایې پر سر ده چې د پخواني لنډمهالي اداري پلاوي له خوا باطله اعلان شوې وه. که دغه رایه سمه وګڼل شي، میررحمان رحماني ۵۰ جمع ۱ پوره کوي او د جرګې رییس به شي، خو که باطله شي، نو ټاکنې به بیا کېږي.
د رییس ټاکلو موضوع لا په هماغه لومړۍ ورځ د ولسي جرګې د غړو ترمنځ په ناندریو واوښته، ان یو ځل خو یې ترمنځ اخ و ډب ته هم خبره نژدې شوې وه.
د ولسي جرګې ریاست ته د دوو نوماندانو میر رحمان رحماني او کمال ناصر اصولي پلویان له څو ورځو د یوې جنجالي رایې په اړه هوکړې ته نه رسېږي.
د شته ستونزې د هواري لپاره ۲۷ کسیزه کمېټه چې د دواړو نوماندانو له پلویانو او بې پرې وکیلانو د دوشنبې په ورځ جوړه شوې، تر دوو ورځو خبرو اترو وروسته و نه توانېدل واحدي هوکړه ته ورسېږي.

د عکس سرچینه، MIR RAHMAN RAHMANI
د یادې کمېټې ۱۶ غړو ښاغلی رحماني ګټونکی اعلان کړ خو ۱۱ نورو یې دا پرېکړه ونه منله. د دغې کمېټه د ۱۶ کسیزې ډلې غړي غلام حسین ناصري په عمومي مجلس کې خپله پرېکړه اعلان کړه:
''د ښاغلي رحماني باطل شوې رایې، د باطلو رایو بیلګو او پخوانیو دود ډولونو ته په کتو غیرباطل او سمې وشمېرل شوې. پایله دا کېږي چې د ښاغلي میر رحمان رحماني د تاییدي رایو مجموعه ۱۲۴ تثبتېږي، چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو له مخې ښاغلي رحماني د حاضرو غړو ډېری رایې تر لاسه کړې او د ولسي جرګې د مشر په توګه اعلانېږي."
خو د کمېټې یو شمېر غړو دغه پرېکړه و نه منله او جنجال پخپل حال پاتې شو. د یادې ۲۷ کسیزې کمېټې غړی قیوم سجادي اعلان وکړ چې د باطلې جنجالي رایې د برخلیک په اړه به سبا پنجشنبه د ولسی جرګې په عمومي غونډه کې رایه اچوونه وشي:
''وړاندیز دا دی چې د مشکوکو رایو د برخلیک په اړه سبا په نهو بجو زموږ او ستاسې ناسته وشي. لومړی د رایه ور کولو د میکانیزم پر سر هوکړه وکړو او بیا رایه اچونه وشي."
د تېرې شنبې پر ورځ د ۲۴۷ وکیلانو په حضور کې د ولسي جرګې ریاست لپاره ټاکنې وشوې. تر رایه اچوونې وړاندې لنډمهالي رییس وویل، هر نوماند چې ۱۲۴ یا زیاتې رایې تر لاسه کړي، ګټونکی اعلانېږي.

د عکس سرچینه، KAMAL NASER OSULI
له دواړو نوماندانو یوه هم ۱۲۴ رایې پوره نه کړې او تر یو لړ خبرو او بحثونو وروسته د ولسي جرګې لنډمهالي مشر میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو د ولسي جرګې رییس اعلان کړ، خو کمال ناصر اصولي او پلویانو یې دغه پرېکړه د جرګې د داخلي اصولو خلاف وبلله او ښاغلی رحماني ته یې اجاره ور نه کړه چې د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ کېني.








