ولسي جرګه؛ د ریاست پر سر ناندریو درېیمه ورځ هم دوام درلود
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان د ولسي جرګه نن یکشنبه پر درېیمه ورځ هم ونه توانېده چې د خپل نوي مشر پر سر سلا شي، او د ریاست د ځوکۍ په اړه ناندریو پسې دوام وکړ.
په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی سيد احمد سېلاب وايي کله چې میر رحمن رحماني نن د ولسي جرګې د رئیس په څوکۍ کېناست د یو شمېر وکېلانو له لوري له څوکۍ ښکته او موضوع ناندریزه شوه.
په هغه ویډیو کې چې بي بي سي تر لاسه کړې او یو شمېر نورې یې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ځینې ښځينه او نارینه وکیلان د موقت رئیس غوښتنه کوي او په دې وخت کې یو کس معلومیږي چې څټک ته ورته شی ور سره دی او بدې ردې وايي او د وکیلانو د یوه ټولي خوا ته منډې وهي.
وروستي رپوټونه وایي، د یکشنبې ورځې ناسته بې پایلې ختمه شوه او یو شمېر وکیلانو پرېکړه وکړه چې د سه شنبې پر ورځ به په دې اړه وروستۍ پرېکړه کوي، او ښایي نوي کسان د ریاست لپاره را مخې ته شي.
سره له دې چې د ولسي جرګې د مشرۍ لپاره د دویم پړاو ټاکنې تېره ورځ د کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني ترمنځ تر سره شوې او د جرګې د سرپرست لخوا میر رحمن رحماني د جرګې د مشر په توګه و اعلان شو، خو یو شمېر وکیلانو له دې اعلان سره مخالفت وکړ او ورسره دا جنجال جوړ شو.
په دغو ټاکنو کې د خوست ولایت استازي کمال ناصر اصولي ۵۵ او د پروان ولایت استازي میر رحمن رحماني ۱۲۳ رایې ګټلې وې.
دې ټاکنو کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ هم سپینې رایې وې.
د ولسي جرګې د کړنلارو او اصولو له مخې د بریالي کاندید لپاره ۱۲۴ رايي ګټونکې اعلان شوې وې. خو داسې ونه شول او په پارلمان کې د یوه لنډې دمې وروسته رحماني ګټونکی اعلان شو.
خو کمال ناصر اصولي له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، د جرګې د مشر په حیث څوک نه دي ګومارل شوي او د اصولو له مخې باید نن یعنی یکشنبه نور کسان د رئیس په توګه د ټاکنو له لارې و ګومارل شي.

نن په دغه پارلمان کې د تېرې ورځ د ټاکنو په اړه جنجالونه را منځ ته شول او په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې د جرګې په تالار کې غالمغال دی او یو وکېل ښکنځل کوي او هڅه یې دا ده چې پر بل کس وار وکړي خو یو شمېر وکيلان او امنیتي سرتېري هڅه کوي مخه یې ونیسي.
د شنبې پر ورځ د دویم پړاو دا ټاکنې له لانجو او نیوکو ډکې وې، تر دې چې د جرګې د لنډ مهالي مشر د لومړي اعلان له مخې هیچا د بریالیتوب رايي نه وې تر لاسه کړې، خو وروسته بیا میر رحمان رحماني د ۱۲۳ رایو په تر لاسه کولو بریالی اعلان شو.
په جرګه کې ۲۴۷ وکیلانو برخه لرله او د جرګې لنډ مهالي مشر چې دا بهیر يې کنترولاوه د مشرۍ مقام ګټلو لپاره ۱۲۴ رايي پکار وبللې.
د ولسي جرګې د تېرې دورې د مشرتابه ټاکنې له دې هم ډېرې جنجالي وې او تر یوې میاشتې او څلورو پړاوونو ټاکنو وروسته هم دې جرګې ته مشر ونه ټاکل شو.
وروسته له ازبک قوم چې هغه مهال یې پارلمان کې ۱۹ څوکۍ لرلې د یو کس د غوره کولو وړاندیز وشو او عبدالرووف ابراهیمې د دې جرګې مشر شو.











