غني: اووه میاشتې وروسته د ټاکنو پایلې اعلانېدل غمیزه ده

د عکس سرچینه، ARG
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، ملي شورا کې د کابل او پکتیا ولایتونو وکیلانو ته وینا کې وویل، په راتلونکې کې باید د ټاکنو په تړاو د غمیزې مخه ونیول شي. نوموړي د ټاکنو د پایلو اوه میاشتې وروسته اعلانېدل د تېرو ټاکنیزو کمېسیونونو بې کفایتي وبلله.
ولسمشر غني په ارګ کې د چارشنبې په ورځ (وري ۲۵مه) ولسي جرګې ته د کابل او پکتیا ولایتونو نویو وکیلانو د لوړې مراسمو ته وینا کې وویل، د ټاکنیز قانون په تړاو " ستاسې له سره غور کول حیاتي دي."
ټاکنیز قانون هغه وخت په یوه فرمان توشیح شو، چې د قانون پربنسټ ملي شورا نه شو کولی قانون تعدیل کړي، نو افغانان غواړي چې د یوه عادلانه نظام استازولي موجوده وي.
په راتلونکې کې باید د غمیزې راپورته کېدو مخه ونیول شي. د خلکو باور باید بېرته راژوندی شي، چې په اساسي ډول مهمه ده.
او رایې باید په رڼښت وشمېرل شي، محاسبه پاکه او شفافه وي او تر خپله وسه د ټاکنو پایلې اعلان شي.
هیله ده چې قوانینو او مقررو ته لا ډېر پام وشي، چې لاهم د تقنین په لار کې ډېر زیار ته اړتیا شته.
ښاغلي غني وویل، د ولسي جرګې د ټاکنو د پایلو په ځنډ اعلانېدو ته په اشاره وویل، د ولسواکۍ نظامونو د ټاکنو قانون په تاریخ دا یوه کمیابه غمیزه وه، چې "د ټاکنو پایلې دې اوه میاشتې وخت ونیسي."

د عکس سرچینه، ARG
نوموړي د ټاکنو پرمهال او څه موده وروسته کارنده کمېسیونونه پر سلیقوي چلند تورن کړل او هغوی یې بې کفایته وبلل:
" په یوه قانوني نظام کې باید د قانون په رڼا کې پرېکړې وشي، نه د یو چا د فردي پرېکړې او یا احساساتو پربنسټ."
هغه وویل، د افغانستان ولسي جرګه اوس بشپړه شوه. تر دې وروسته به په ژمنتیا سره دا مهم بنسټ لکه اساسي قانون چې ویلي، پر کلیدي وظایفو تمرکز کوي او د افغانانو باور به بېرته ګټي.
د غزني ټاکنې
ولسمشر غني د غزني ولایت د ولسي جرګې ټاکنو ته په اشاره وویل، اړینه ده چې د ولسي جرګې لپاره د غزني ولایت ټاکنې د ولسمشرۍ او ولایتي او ولسوالیو شوراګانو له ټاکنو سره هم مهاله شي، خو لاهم له غزني نه په ملي شورا کې د ۱۷مې دورې وکیلان یوه تشه ده چې د ټاکنو کمېسیون یې باید ډکه کړي.

د عکس سرچینه، ARG










