"په غزني کې ولسي جرګې ته ټاکنې په حوزوي بڼه کېږي"

د عکس سرچینه، Reuters
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي چې ټاکل شوی لوړپوړی پلاوی به د ملي امنیت شورا راتلونکې غونډې ته د غزني د ټاکنیزو حوزو طرحه وړاندې کړي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل چې دغه پریکړه پرون ناوخته د ملي امنیت شورا هغې غونډه کې وشوه چې د ملي شورا د دواړو جرګو مشران او قاضي القضات هم په کې حاضر و.
نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې د ټاکل شوي پلاوي د جوړښت په اړه وویل:
"د غزني د ټاکنو په اړه بحث وشو، ټاکل شوې د اجراییه ریاست لومړی مرستیال او د ولسمشر دویم مرستیال د ملي امنیت شورا په راتلونکې غونډه کې چې ژر به ترسره شي، د غزني د حوزې طرحه وړاندې کړي، د احصایې مرکزي ادارې او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې ته دنده سپارل شوې چې له تخنیکي پلوه د ولسمشر او اجرائیه ریاست له مرستیالانو سره مرسته وکړي".
د افغانستان پارلماني ټاکنې د تېرکال په تلې میاشت کې ترسره شوې.
دا ټاکنې داسې وشوې چې هر ولایت په کې یوه ټاکنیزه حوزه وه.
خو هغه مهال د یوې واحدې ټاکنیزې حوزې په توګه د غزني ټاکنو کې نانندرۍ را ولاړې شوې او یوازنی ولایت و چې پارلماني ټاکنې په کې ونه شوې.
په غزني کې د ولسي جرګې یوولس وکیلان له هزاره قومه او تر ډېره د کرارو ولسوالیو اوسېدونکي دي. د تېرو ټاکنو پر مهال هلته میشتو پښتنو نیوکه وکړه چې په ولسي جرګه کې د دوی د لار موندې په موخه باید غزني ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشل شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
اوس حکومت هم هڅه کوي چې دغه ولایت په څو ټاکنیزو حوزو وویشي او د تلې په شپږمه له ولسمشرۍ ټاکنو سره یوځای د غزني پارلماني ټاکنې هم ترسره کړي.
حکومت که څه هم خپل دغه ګام چې لا یې بشپړ جزیات څرګند نه دي، د ټاکنو قانون له مخې بولي، خو دغه چاره خپل مخالفین هم لري.










