د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو د بیا ځنډېدو احتمال

د عکس سرچینه، IEC AFGHANISTAN
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشره حوا علم نورستانۍ وايي، په ځینو ولایتونو کې د ټاکنیزو ډلو له لورې د دوی د ولایتي دفترونو د تړلو له امله د لړم پر ۲۳مه د ټاکنو د لومړنیو پایلو د اعلان په اړه اندېښنه لري.
دغه کمېسیون وايي، په ۱۴ ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې بهیر د ټاکنیزو ډلو د اعتراض له کبله نه دی پیل شوی.
مېرمن نوستانۍ وايي، یوازې په یوه ولایت کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسېدلې ده.
د لړم یا عقرب میاشتې پر ۲۳مه د لومړنیو پایلو د نه اعلان په صورت کې به دا دویم ځل وي چې ټاکنو کمېسیون په ټاکل شویو نېټو لومړنۍ پایلې نه شي اعلانولی.
ټاکنو کمېسیون د رایو د بیا شمېرنې د بهیر د پيل له اعلانه پنځه ورځې وروسته، د دغه کمېسیون مشرې او غړو د ټاکنو کمېسیون پر وړاندې د نویو ننګونو خبره وکړه.
د ټاکنو کمېسیون مشره وايي، دا بهیر په ۲۰ نورو ولایتونو کې دوام لري خو په وینا یې په ۱۴ ولایتونو کې ځینو ټاکنیزو ډلو د رایو د بیا شمېرنې د بهیر مخه نیولې ده. اغلې نورستانۍ د ټاکنو د لومړنیو پایلو د احتمالي ځنډ خبره هم وکړه.
د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په ګډون د ولسمشرۍ ځینو نورو نوماندانو د رایو د بیا شمېرنې له بهیر سره پرېکون اعلان کړی دی.
دغه ټېمونه وايي چې لومړی دې د شاوخوا ۳۰۰ زره ګونګو رایو او له ۲زره د ډېرو محلونو چې بایومټریک معلومات نه لري، برخلیک څرګند شي.
خو د ټاکنو کمېسیون مشرې یو ځل بیا ټینګار وکړ چې یوازې بایومټریک شوې رایې د باور وړ دي او هغه صندوقونه چې د درغلیو نښې ولري، څېړنې یې د کمېسیون له دندو یوه ده.

د عکس سرچینه، IEC
له دې مخکې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون خبري غونډه له هغه وروسته له ګډوډۍ سره مخ شوه چې د دې کمېسیون د یوه کمېشنر محمد عبدالله د خبرو پر مهال د دې کمېسیون مشره او ځینې نور غړي ترې لاړل.
د ملګرو ملتونو د استازۍ په لیک کې چې ظاهراً د یوناما د مشر په لاسلیک د کمېسیون مشرې ته استول شوی، د ټاکنو کمېسیون پر کمېشنر محمد عبدالله تور لګېدلی چې د نړیوالو څارونکو په شتوالي کې یې د کمېسیون یو تخنیکي کارکوونکی په مرګ ګواښلی او د هغه مذهب او قوم ته یې سپکاوی کړی دی.
د سې شنبې ورځې غونډه کې د دې کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ په ۳۴ ولایتونو کې د بیا شمېرېدونکو رایو پر شمېرلو او ارزولو ټینګار وکړ.
کله چې د نوموړې خبرې خلاصې شوې محمد عبدالله وویل غواړي خبرې وکړي، نورو ملګرو یې وویل، وروسته به خبرې وکړي، خو ده بیا هم خبرې پیل کړې.
نوموړي د لیک یادونه وکړه چې ځانګړي استازي یاماموتو د کمېسیون مشرې ته لېږلی او لیک شوی دی.
نوموړي زیاته کړه چې ده هم ځواب کې یاماموتو ته لیک لېږلی، کله چې ده لیک لوست بیا هم د کمېسیون نورو غړو ترې وغوښتل چې له لیک تېر شي، خو ده چې ټینګار وکړ، لږ یې لیک لوستلی نه و، چې د کمېسون د مشرې په ګډون د غونډې ډېری ګډونوال ووتل.

د عکس سرچینه، IEC
محمد عبدالله په دغه لیک کې دا خبره رد کړې چې څوک یې ګواښلي او هم یې خبرداری ور کړ که افغانستان کې له دې مسلې مذهبي یا قومي جنجال جوړېږي مسوولیت به یې د ملګرو ملتونو د یومانا په غاړه وي.
نوموړي دا هم وویل، چې د دې مسلې د تعقیبولو لپاره یې د ملګرو ملتونو سرمنشي او مرستندویه هېوادونو ته هم لیک استولی دی.
د دوشنبې پر ورځ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما لخوا د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته یو استول شوي لیک کې دې موضوع ته اشاره شوې ده.
یوناما د دغه لیک شتوالی تایید یا رد نه کړ، خو بي بي سي ته یې په لیکلي غبرګون کې ویلي چې د ټاکنو کمیسیون مشرتوب له کلکو ننګونو سره مخامخ دي او په چارو کې یې روڼتیا ته کلکه اړتیا ده.
د دې په غبرګون کې پخپله کمېشنر محمد عبدالله اوس د قانوني اقداماتو ګواښ کړی. نوموړي نن خبریالانو سره خبرو کې دا تورونه د هغه چا کار وباله چې د ده په وینا "دننه یوناما کې د ځانګړو چینلونو په بڼه د یوه نوماند یا نوماندانو په ملاتړ یا مخالفت جوړ شوي دي."









