افغان ټاکنې: احتمالي درغلیو ته د ځینې نوماندانو اندېښنې
په افغانستان کې له ولسمشریزو ټاکنو څلور ورځې وروسته یو شمېر نوماندانو د احتمالي درغلیو له کبله اندیښنه ښوولې ده.
فرامرز تمنا ټینګار کوي چې د سپتمبر اته ويشتمې ټاکنو پایلې دې ژر اعلان شي او په وینا یې د پایلو د اعلان ځنډول به درغلیو ته لار برابره کړي.
ګلبدین حکمتیار د رايو ورکولو بهير روڼتیا پوښتلې او ویلی یې دي چې که درغلي وشي پایلې به یې نه مني. عبداللطیف پدرام هم په ټاکنو کې پر امریکا د لاسوهنی تور لګوي.
د ټاکنو کمسيون بيا وايي نوماندان دې په وخت مخکې قضاوت سره ټاکنو ته، چې دوی لاسته راوړنه بللې، زيان نه رسوي.. نور حال له کابله د صابر عزیز په رپوټ کې.