تخار کې د ۱۳ کلنې نجلۍ "جنسي ځورونه او په نشه کې نڅول"؛ پولیسو درې کسان نیولي

د عکس سرچینه، TAKHARMEDIAOFFICE
د افغانستان شمال ختیځ ته تخار کې پولیس وايي، درې سړي او یوه ۱۳ کلنه نجلۍ یې نیولې ده، چې له جنسي اړخه ځورول شوې ده. د بشر حقونو کمېسیون وايي، دغو سړیو دې نجلۍ ته نشه يي توکي ورکړي او په شپنیو مېلو کې یې نڅولې او جنسي ګټه یې ترې اخیستې ده.
نویده (مستعار نوم) د تالقانو د یوه کلي اوسېدونکې ده.
د تخار د پولیسو ویاند خلیل اسر د بي بي سي خبریال زلمي اشنا ته ویلي، نجلۍ په داسې حال کې له دې درېیو سړو سره نیول شوې چې د موسیقۍ الې هم ورسره وې.
د نوموړي په خبره، د دوی د قضیې په اړه څېړنه پیل شوې ده، خو په اړه یې نور جزییات ورنه کړل. نویده اوس په یوه امن خونه کې ده.
په تېرو ورځو کې پر خواله رسنیو د هغې انځورونه لاس په لاس شول او ځینو ادعا وکړه چې ګنې پر نویده ډله ییز جنسي تېری شوی دی.
خو د تخار روغتون دا مسله رد کړې او وايي د ترسره شویو ازموینو پربنسټ، پر دې نجلۍ تېری نه دی شوی.
بي بي سي ته د یوه پولیس له خوا یوه رسېدلې وېډیو کې ویل شوي چې دا نجلۍ پر لوبو بوخته وه چې یوې د پاخه عمر ښځې خپل کور ته بوتله چې د کور کارونه ورته وکړي او له هغې سره مرسته وکړي، خو نجلۍ ته یې نشه يي توکي ورکړل او د سړو په مخ کې یې ونڅوله او بیا بېخوده شوه.
نویدې د هلکانو جامې اغوستې او تر سر ی هم د هلکانو دستمال پېچلی. وېښتان یې هم د هلکانو په څېر غوڅ کړي.
دا وايي: "د ترور کور ته مې تلم چې یوه سړي په زور موټر ته وخېژولم، د میروس کور ته یې بوتلم، توره کرولا یې لرله. ما ته یې ګولۍ راکړه، نه پوهېږم څه شی و، ښکته او پورته کېدم او نڅېدم، کله به چې خوبوړې شوم نه پوهېدم له ما سره یې څه کول."
د بچه بازۍ مېلې

د عکس سرچینه، Takhar Police
په شمال ختیځ زون کې د بشر حقونو د کمېسیون مشر سید حفیظ الله فطرت وايي، دا نجلۍ د بچه بازۍ مېلو کې نڅول شوې ده.
دی وايي: "د ناوړه کسانو له خوا جنسي ګټه ترې اخیستل شوې، پلار یې په نشه روږد و، له شپږو میاشتو په مېلو کې نڅېدلې، داسې ماشومه ده چې جنسي تېری پرې شوی. دا زموږ د اندېښنې وړ مسله ده".
دغه کمېسیون ځینې پوځي افسران هم له نویدې په ناوړه جنسي ګټې اخیستو تورن کړي، خو پولیس چارواکو په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
تر اوسه په افغانستان کې له ماشومانو د جنسي ګټې اخیستو په اړه یو ټولشموله څېړنه نه ده شوې، خو افغانستان د ماشومانو لپاره له ناوړه هېوادونو ګڼل کېږي.









