کندهار کې پر دیارلس کلن هلک جنسي تېری؛ "تورن پولیس نیول شوي او محاکمه کېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د کندهار ځایي چارواکي وایي، د یوه قومندان په ګډون څلور تنه هغه پولیس یې نیولي چې د یوه ۱۳ کلن ماشوم په وهلو ټکولو او پرې په جنسي تېري تورن دي. دغه ماشوم څو ورځې په بېلابېلو روغتونونو کې بستر و او بلاخره څلور ورځې وړاندې یې ساه ورکړه.
د کندهار والي حیات الله حیات وایي، لومړی پر دې ماشوم ډله ییز جنسي تیری شوی او وروسته یې د اوسپنې په سيخونو بدن سوری کړای شوی دی.
ښاغلی حیات وایي چې دا پېښه پخپله څاري او که جرم ثابت شو نو د قانون له مخې به دې کسانو ته سخته سزا ورکول کېږي.
په همدې حال کې د کندهار د جنایي جرمونو د مخنيوي ادارې مشر ولي محمد عسکر وایي، د تورنو پولیسو دوسیه یې بشپړه کړې او ډېر ژر به یې څارنوالۍ ته وسپاري.
پر ماشوم چېرې او څنګه تېری شوی؟
وژل شوی هلک د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی و. هغه دوه ورځې وړاندې د ژورو ټپونو له کبله په روغتون کې ساه ورکړه.
تر مرګ مخکې له دې هلکه په روغتون کې یوه ویډيو ثبت شوې ده چې دی په کې وايي، لومړۍ پولیسو په یوه توره کوټه کې واچاوه، په برېښنايي کوتک يې وواهه او وروسته يې ټول کالي ترې وویستل.

د عکس سرچینه، kandahar Media Office
په دې ویډیویي کلپ کې هلک، وایي د پولیسو د قومندان په ګډون تر لسو زیاتو کسانو جنسي تېری ورباندې کړی او بیا یې سخت ربړولی دی.
له ده يې کورنۍ په روغتون کې ځينې عکسونه هم اخیستي دي چې پر کټ پروت په کې ښکاري او راوتلې کولمې يې په یوه پلاستيکي کڅوړه کې ورغوټه شوې دي او له نسه تر سينې پورې په پټيو کې پټ دی.
د هلک کورنۍ څه وايي؟
د وژل شوي هلک مشر ورور وایي تېره اوونۍ د پولیسو یوه ځایي قومندان د دوی ورور له ځانه سره پوستې ته بېولی او سخت یې کړولی و چې وروسته بیا په مرګوني حالت کې روغتون ته ولېږدول شو.
د پولیسو د دې قومندان نوم نه دی په ډاګه شوی خو دی وایي، پولیسو د ده ورور د یوه بل ګاونډي د شکایت پر بنسټ له ځانه سره بېولی و.
د ده په خبره، د ګاونډیانو یوه پنځه کلن ماشوم د دوی له باغچې انار شکولي وو چې وروسته يې ورور هغه ماشوم وهلی و.
خو ګاونډیانو یې بیا پولیسو ته ویلي چې وژل شوي هلک د دوی پر پنځه کلن ماشوم تېری کړی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د سیمي خلک وایي چې د دې کورنۍ ترمنځ څو ځله مخکې هم شخړه شوې او وروستۍ هغه یې د جومات مخ ته د هټیو پر جوړولو وه.
له دوی يې يوې کورنۍ غوښتل د کلي د جومات مخ ته هټۍ جوړې کړي خو هغې بلې یې مخالفت کاوه.
د هلک په وژنه تورن پولیس باندې نور تورونه هم شته او د کلي خلک وایي چې څو ورځې وړاندې یې په یوه جعلي مقابله کې یو بل کارګر هم وژلی و.
کندهار کې څو ورته پېښې
دغه پېښه داسې مهال رامنځ ته کېږي چې څو ورځې وړاندې نامالومو کسانو یوه اتلس کلنه نجلۍ تر جنسي تیري وروسته وژلې او بیا یې د مخ پوستکی ترې اړولی و.
پولیس وایي د نجلۍ کورنۍ یې پیدا کړې خو لا هم د دې نجلۍ د وژنې په تور څوک نه دي نيول شوي.
تېره ورځ د کندهار په نهمه ناحیه کي یوې مېرمنې خپل خاوند حلال کړی او ترې تښتېدلې ده.
ځايي چارواکي وایي، وژل شوي کس درې مېرمنې درلودلې او دی خپلې وروستۍ مېرمن وژلی چې یوه میاشت وړاندې یې واده ورسره کړی و.










