پاکستان: پر زده کوونکي د ښوونکي د جنسي تېري او ویډیو ثبتولو شکایت شوی

د عکس سرچینه، Thinkstock
- Author, ریاض سهیل
- دنده, بي بي سي کراچۍ
د پاکستان په سند ایالت کې یوه ځايي اوسېدونکي پولیسو ته شکایت کړی چې د سیمې یوه متقاعد ښوونکي یې پر ماشوم زوی جنسي تېری کړی او ویډیويي کلیپ یې ترې ثبت کړی دی.
په عریضه کې دغه سړي ویلي، د کورونا وبا مخنیوي قرنطین له کبله ښوونځي تړلي وو او زوی یې له نورو ماشومانو سره د زده کړو لپاره د دغه ښوونکي کور ته ورته.
ځايي پولیس پر ماشومانو د دغه ښوونکي جنسي تېری او ویډیو ثبتول تاییدوي او په وینا یې دوی پوښتنې ګروېږنې پیل کړې دي.
د خیرپور سیمې پولیسو ته په رسمي شکایت کې دغه سړي ادعا کړې چې د جولای پر ۱۳ یې زوی کورته ستون نه شو او کله چې دی خپله د ښوونکي کور ته ورغی، د زوی چیغې یې واورېدې.
شکایت کې راغلي په زور د ښوونکي کور ته له ننوتو وروسته ورته معلومه شوه، چې هغه یې پر زوی جنسي تېری کاوه، په موبایل یې ویډیو ثبتوله او د ده له لیدو وروسته وتښتېد.
نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، زوی یې ورته ویلي، چې کوڅه کې یې لوبې کولې او ښوونکي په زور کور ته بیولی و.
نوموړي تور پورې کړ چې پولیس د دغه ښوونکي په نیولو کې ناغیړي کوي او په وینا یې:
''د سیمې خلک راسره دي، که انصاف راسره و نه شي، پرېکړه به خپله کوم. ''

د عکس سرچینه، PA Media
نوموړی وايي، دغه ښوونکی یې ګاونډی دی او پولیسو ته یې ځکه اوس شکایت کړی، چې ښوونکي د ځايي خلکو د منځګړیتوب وړاندیز هم نه دی منلی او ګواښ یې کړی، چې ویډیويي کلیپ به پر خواله رسنیو خپور کړي.
ویل کېږي چې دغه ښوونکی د بشري حقونو او ښوونکو د ټولنې پخوانی مشر و.
د سیمې پولیسو مشر دریا خان جتويي وايي، د مشکوک سړي نیولو لپاره هڅې کوي او د زدکوونکي طبي معاینه شوې ده.
د نوموړي په وینا تر اوسه دوه ویډیويي کلیپونه موندل شوي، چې ښوونکی پکې له زده کوونکو سره د جنسي تېري په حال کې لیدل کېږي.








