جلال اباد کې چاودنې لږ تر لږه لس کسان وژلي دي

جلال اباد
د عکس تشریح، چاودنه د جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې شوې ده

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار دریمه ناحیه کې نن دوشنبه ماسپښین مهال د ملي اردو د جلب او جذب پر کاسټر موټر برید شوی دی. د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوګیاڼي وایي، په چاودنه کې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه لس کسان وژل شو ي او ۳۰ نور ټپیا دي.

ښاغلي خوګیاڼي ویلي، چاودنه په یوه زرنج کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو په مټ شوې ده. ویل کېږي چې دا زرنج د سړک تر غاړې ولاړ و او هغه مهال وچاودېد چې کله د ملي اردو جلب او جذب کاسټر موټر یې ترڅنګ تېرېده.

تراوسه د پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو په دې ولايت کې د طالبانو سربېره د اسلامي دولت نومي ډله داعش هم فعالیت کوي.

د ننګرهار ځايي چارواکي وایي چې ډېری وژل شوي کسان ملکیان دي. تراوسه مالومه نه ده چې د جلب او جذب موټر کې ناستو کسانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې، خو د ننګرهار د والي ویاند وايي، دوی ته هم زيان اوښتی، خو کره مالومات نه لري.

دوالي ویاند زیاتوي چې په کاسټر موټر کې ملي اردو ته نوي جلب شوي کسان لېږدول کېدل. ویل کېږي چې له چاودنې وروسته له شاخوا سیمې څلور نور ماینونه هم موندل شوي او شنډ کړل شوي دي.

جلال اباد

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، جلال اباد د افغانستان یو نسبتاً نا امنه ښار بلل کېږي

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون سرچینو بي بي سي ته ویلي چې تر دې دمه لږ تر لږه ۳۰ ټپیان دوی ته ور وړل شوي دي. دوی د ځینو ټپیان وضعیت نازک بللی دی.

که څه هم د ختيځ افغانستان په دې ښار کې وروستۍ میاشتې په پرتلييزه توګه د لويو بريدونو ډېرې پېښې نه وې، خو هدفي وژنې او نښلېدونکي ماینونو چاودنې په کې د هرې ورځې پېښې دي چې د د دې ولايت د اوسېدونکو اندېښنې يې ډېرې کړي دي.

تېرماښام هم د دې ښار په څلورمه ناحیه کې د پوليسو د پلټنې ځای ته نږدې د ملکيانو پر یو موټر د نښلېدونکي ماين په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او ۴ نور ژوبل شوي وو.