"جلال اباد برید؛ امنیتي ادارو ته د داعش خبرداری"

د عکس سرچینه، Getty Images
د هندوستان د "ده هندو" ورځپاڼې، د افغانستان په ختیځ کې د داعش حضور د سولې هڅې زیانمنولی شي، تر سرلیک لاندې یو مطلب خپور کړی دی.
ورځپاڼې جلال اباد ښار کې وروستی بمي برید ته چې پکې افغان هندوان او سېکان په نښه شول، په اشاره لیکلي، د جلال اباد برید افغان سیاسي او امنیتي ادارو ته د داعش ډلې یو بل خبرداری و.
ورځپاڼه وايي، افغان ولسمشر له تېرو څو میاشتو راهیسې طالبانو ته د لاس غځولو هڅې کوي.
ورځپاڼې په دې لړ کې د ولسمشر غني له لوري یو اړخیز اوربند ته هم اشاره کړې ده او نور ګامونه یې هم یاد کړي دي.
ورځپاڼه وايي، د طالبانو د بریدونو له کمېدو سره سم داعش تاوتریخوالي ته زور ور کړی دی.
ورځپاڼه وايي، افغانستان کې داعش لپاره د سرتېرو ګومارل په پرتلیزه توګه اسانه چاره ده.
ورځپاڼه وايي، که په افغانستان کې د داعش ودې ته اجازه ور کړل، نو ژر به دغه هېواد په بشپړ کړکېچ کې پرېوځي.
برتانوۍ ګارډین ورځپاڼه:
ګارډین ورځپاڼې لیکلي، روسي او امریکايي چارواکو د ولسمشرانو پوتین او ټرمپ تر لیدنې وړاندې سره لیدلي او ډانګپېیلې خبرې یې کړې دي.

د عکس سرچینه، AFP
ورځپاڼه وايي، یو امریکايي اته کسیز پلاوی مسکو ته تللی و او پلاوي دا هم ویلي چې دوی د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې په تړاو له روسي چارواکو سره خبرې کړي خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ور کړي.
دوی ویلي، روسیې ته یې د سفر موخه دغه هېواد ته د امریکا له لوري د سخت پیغام ور کول و. * پوتین او ټرمپ په هلسینکي کې سره ګوري
پاکستانۍ "ده نیوز" روځپاڼه
پاکستانۍ"ده نیوز" ورځپاڼې خپله سرلیکنه په دغه هېواد کې په نشه توکو روږدو کسانو وضعیت ته ځانګړې کړې او وايي، ان هغو کسانو لپاره چې غواړي نشه يي توکي پرېږدي، په دغه هېواد کې یې د درملنې مرکزونه د ګوتو په شمېر دي.
ورځپاڼه وايي، په دولتي روغتونو کې په نشه د روږدو کسانو درملنې لپاره یوازې ۱۴ بسترونه ځانګړي شوي دي او په دغه روغتونو کې یوازې هغه چوپړونه برابرېږي چې د روږدو وګړو د بدن د زهرجنېدو مخنیوی وشي.
د ورځپاڼې په وینا روږدو کسانو ته داسې درمل نه ور کول کېږي چې د نشه یي توکو د پرېښودو لپاره د دوی د بدن وړتیا ډېره کړي.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې په پاکستان کې کابو ۸ میلیونه وګړي په نشه يي توکو روږدي دي، خو په دغه هېواد کې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې امکانات ډېر کم دي.








