پوتین او ټرمپ په هلسینکي کې سره ګوري

د عکس سرچینه، AFP
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ به له خپل روسي سیال ولاديمیر پوتین سره د فنلینډ په پلازمېنه هلسینکي کې وګوري. سپینې ماڼۍ ویلي، دواړه مشران به د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه له یو بل سره وویني او پر بېلو مسلو به بحث وکړي.
ټرمپ او پوتین تېر کال په ویتنام کې سره لیدلي وو.
د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدنې ته وروسته له هغه لاره هواره شوه چې په دې وروستیو کې د امریکا د ملي امنیت مشاور جان بولټن د روسیې پلازمينې مسکو ته سفر وکړ.
ښاغلي ټرمپ ویلي، له خپل روسیې سیال سره به د سوریې او اوکراین په اړه خبرې اترې وکړي.
مسکو ته د ښاغلي بولټن سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو بیا عادي کېدو لپاره هیله مندۍ زیاتې کړې دي.
تېره ورځ جان بولټن خبریالانو ته وویل، مسکو ته یې سفر د ډونلډ ټرمپ په خوښه و او موخه یې د دواړو مشرانو ترمنځ د احتمالي ناستې د شونتیا ارزونه وه.
د جان بولټن په خبره، ښاغلی ټرمپ او ښاغلی پوتین غواړي چې راتلونکې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي ښه شي.
ښاغلي پوتین هم ویلي، له جان بولټن سره لیدنې یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د عادي کېدو په پار هیله مندۍ ډېرې کړې دي.
نوموړي په ټینګار ویلي، هېواد یې ښکر په ښکر کېدو ته لېوال نه دی او په خبره یې چې د امریکا او روسیې د اړیکو اوسنۍ خړپړتیا په امریکا کې د کورنیو سیاسي شخړو له امله ده.

د عکس سرچینه، Reuters










