د جلال اباد برېښنايي تذکرو پر مرکز برید پای ته ورسېد

جلال اباد

د عکس سرچینه، Reuters

د افغانستان ختیځ ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، په ښار کې د برېښنايي پېژندپاڼو مرکز کې برید پای ته رسېدلی. دغه بريد له ۶ ساعتونو وروسته د درې بريدګرو او ۴ ولسي خلکو په وژل پای ته رسيدلی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي رسنیو ته په یوه غږیز پیغام کې ویلي، برید نن ماسپښين شاوخوا يوه نيمه بجه د جلال اباد ښار درېيمې ناحيې کې شوی. دا بريد نن ماسپښین شاوخوا یوه نیمه بجه د ولایتي مرکز جلال اباد درېيمې ناحيې مرستون څلورلاري ته نږدې سيمه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د ادارې په دفتر وشو.

د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی د ننګرهار ځايي چارواکو له قوله وايي، د یاد مرکز په دروازه کې لومړی يو بريدګر ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې او دوه نور ورپسې د دفتر ودانۍ ته ننوتلي دي.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخيل وایي، په دې وسله وال بريد کې ۴ کسان وژل شوي چې دوه یې پوليس او دوه يې دې ادارې ته خپل کار پسې ورغلي ولسي خلک دي.

ښاغلي مياخيل زياته کړه چې له دې ودانۍ يې ۵۰ تنه خوندي راويستلي چې د یاد مرکز کارکوونکي او مراجعن وو.

'' درې واړه بریدګر له منځه وړل شوي دي. په خواشينۍ سره بايد ووايم، چې په دغه پېښه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي شهيدان شوي او ټول دولس نفر زخمیان شوي. ''

مخکې د ننګرهار د عامې روغتیا چارواکو بي بي سي ته ویلي و، دوی ته د پېښې له ځایه ۱۰ ژوبل شوي کسان وروړل شوي چې یوه ښځه او یو ماشوم هم پکې دی. خو د مرګ ژوبلې کره او وروستی شمېر تر اوسه نه دی مالوم.

د والي ویاند وایي:

"له بده مرغه نن ماسپښین د جلال اباد ښار درېیمې ناحیې د برېښنايي تذکرو مرکز کې ځانمرګي ترهګر بریدونه شوي، چې تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه شته. امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي".

ښاغلی خوږیاڼی وايي، د پېښې له ځایه امنيتي ځواکونو د برېښنايي پېژندپاڼو دوولس کارکوونکي په خوندي ډول ویستلي دي.

د ننګرهار د پوليسو وياند مبارز اتل وايي، ۴ وسله وال يادې ودانۍ ته ننوتلي و چې دوه يې وژل شوي او دوه يې لا هم مقاومت کوي. چارواکي وايي، دوی وسله والو پسې چې ودانۍ ته ننوتلي عمليات روان کړي

تر اوسه هېڅ کومې ډلې د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی. جلال اباد د افغانستان په ختیځ کې نسبتاً ناامنه ولایت دی.

د تېرې اګست میاشتې په وروستیو کې هم په ختيځ ښار جلال اباد کې یوې چاودنې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نېکبخت وژلې او د همدې پوهنتون نور درې استادان يې ژوبل کړي دي.

نېکبخت

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، پوهاند نېکبخت د ادبیاتو د ننګرهار پوهنتون پوهنځي رئیس و

چاودنه مازدیګر ۴ نيمې بجې د ښار اوومې ناحيې کې د کابل -جلال اباد پر عمومي سړک زیبا هوټل ته نژدې شوې وه.

د اګست په نولسمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په مراسمو کې هم د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، خوګیانو ولسوالۍ او بټي کوټ ولوسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۱ چاودنې وشوې.

په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۳۱ تنه ټپیان شوي وو.