جلال اباد کې چاودنې د ادبیاتو پوهنځي رئیس وژلی

نېکبخت

د عکس سرچینه، FACEBOOK

د عکس تشریح، پوهاند نېکبخت د ادبیاتو د ننګرهار پوهنتون پوهنځي رئیس و

د افغانستان په ختيځ ښار جلال اباد کې نن سه شنبه یوې چاودنې د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي رئيس پوهاند مسعود نېکبخت وژلې او د همدې پوهنتون نور درې استادان يې ژوبل کړي دي. چاودنه مازدیګر ۴ نيمې بجې د ښار اوومې ناحيې کې د کابل -جلال اباد پر عمومي سړک زیبا هوټل ته نږدې شوې.

د چاودنې ځای ته ورڅېرمه د ننګرهار امنيې قومندانۍ ودانۍ او د پوليسو د پلټنې پوسته هم ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی وايي، چاودنه کرولا پسې د تړل شويو چاودېدونکو توکو له امله شوې. ښاغلی خوږياڼی زیاتوي چاودنه کې پوهاند مسعود نېکبخت وژل شوی او د ننګرهار پوهنتون درې نور استادان ژوبل دي.

په د چاودنه کې د پوهاند نېکبخت یو زوی هم ژوبل شوی دی.

ولايتي چارواکي وايي، د ننګرهار پوهنتون دا استادان له پوهنتونه کور ته روان وو چې برید پرې شوی.

جلال اباد
د عکس تشریح، د اګست پر نولسمه نېټه هم جلال اباد کې چاودنو ګڼ شمېر کسان ټپیان کړل

د ننګرهار د عامې روغتیا روغتون مسئولينو د ژوبلو وضيعت ښه بللی دی. تراوسه کومې ډلې د چاودنې مسووليت نه دی منلی، خو په ختیځو ولایتونو کې داعش ډله فعاله ده اد ګڼو بریدونو مسئولیت یې منلی.

په ننګرهار کې چاودنو ډېر کله مرګ ژوبله اړولې، خو دا پېښه کم سارې ده چې په کې دې د پوهنتون استادانو ته مرګ ژوبله واوړي.

د اګست په نولسمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د جشن په مراسمو کې هم د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار، خوګیانو ولسوالۍ او بټي کوټ ولوسوالۍ کې لږ تر لږه ۱۱ چاودنې وشوې.

په دغو بریدونو کې د ماشومانو په ګډون ۱۳۱ تنه ټپیان شوي وو.