جلال اباد کې ځانمرګی برید؛ لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي دي

د ننګرهار ولایت مرکز مرکز جلال اباد ښار کې نن پنجشنبه یوه خانمرګي برید د پنځه ملکي کسانو په ګډون لږ تر لږه ۹ کسان وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي. رپوټونه وایي چې دا برید پر سیمه ییزو پولیسو شوی دی.
برید د جلال اباد ښار په شپږمه ناحیه کې شوی. تر دې دمه چا د برید مسوولیت نه دی منلی، خو هلته ډېری بریدونه د داعش ډلې لخوا کېږي.
چارواکي وايي، ځانمرګی پلی و او کله چې له سيمې د چپرهار د سيمه یيزو پوليسو رنيجر ډوله موټر تېرېده ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي يې چولي دي.
د ننګرهار پوليسو ویاند فريد خان وايي، ځانمرګی بريد مازدیګر مهال څه کم ۴ بجې د ښار شپږمې ناحیې اړوند فامیليو چوک ته څېرمه د چپرهار د سيمه یيزو پوليسو پر رينجر ډوله موټر شوی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږیاڼی وایي، پېښه کې د مرګ ژوبلې خبره تائيدوي، خو دا نه وایي چې قربانیان څوک دي.
د جلال اباد ښار مرکزي روغتون چارواکي وایي، په ۱۲ ور وړل شويو ژوبلو کې ۳ یې کوچنيان دي. په روغتون کې د ۳ نورو ژوبلو وضيعت نازک بلل شوی دی.

تېره اپریل میاشت کې جلال اباد ښار کې پرلپسې درې ورځو چاودنو د خلکو اندېښنې لاپسې ډېرې کړې. ځايي چارواکو هغه مهال ویلي وو، د وضيعت د ښه کېدو لپاره کرځنده ګزمي ډېروي.
د تېرې مې نیمايي کې د جلال اباد تالاشۍ څلور لاري ته څېرمه ماښام روژه ماتي مهال پرلپسې ۴ چاودنو ۴ولسي کسان ووژل او ۲۰ نور يې ژوبل کړل.
جلال اباد د افغانستان يو له ګڼ مېشتو ښارونو دی، او په دې تېرو کلونو کې د داعش ډلې هلته د څو خونړیو بریدونو مسوولیت منلی دی. تېر کال د امنیت د ښه والي لپاره د دې ښار امنیتي مسوولیت افغان پوځ ته سپارل شوی و.
له څو کلونو راهیسې د اوړي په رارسېدو سره په دې ښار او د ننګرهار په ولسوالیو کې د جګړې او ناامنيو څپه هم تودېږي. تېرکال هم په همدې ورځو کې داعش وسله والو د دې ښار پر ګڼو ملکي ادارو ډله ييز وسله وال بريدونه زيات کړل.









