جلال اباد؛ ۳ ورځو کې ۵ چاودنو خلک اندېښمن کړي

ننګرهار
د عکس تشریح، نن سهار ۷ بجې ددې ښار درېیمه ناحیه کې د سړک د غاړې ماین چاودنه وشوه چې ویل کیږي هدف یې د پوليسو رنجر ګاډی و.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

د افغانستان په ختيځ جلال اباد ښار کې پرلپسې درې ورځو چاودنو د خلکو اندېښنې لاپسې ډېرې کړې دي. ځايي چارواکي وايي، د وضيعت د ښه کېدو لپاره کرځنده ګزمي ډېروي.

د دې اونۍ له پيل راهیسې په دې ښار کې ۵ چاودنې شوې دي چې د مېرمنو په ګډون يې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نن (وری ۱۹/اپریل ۸) هم د دې ښار په درېيمه ناحيه کې د پوليسو په رنجر موټر د سړک غاړې ماين چاودنې يو پوليس او بل عام وګړی ووژل او د يو پوليس په ګډون ۵ ولسي خلک ژوبل شول.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بي بي سي ته ويلي، د دې ولايت په ځېنو ولسوالیو کې د داعش او نورو وسله والو ډلو پر وړاندې بريدونه د دې لامل شوي، چې د فشار په توګه ښار کې چاودنې او ګډوډۍ وکړي.

په تېرو درې ورځو کې جلال اباد ښار کې ۵ چاودنې شوې دي. څه يې د سړک د غاړې او د پوليسو پلټنې پوستو ته نږدې ماینونه چاودلي او یو شمېر نور بیا حکومتي موټرو پسې نښلېدونکي ماينونه و.

دا چاودنې دومره زورورې وې چې غږونه يې د ښار په ټولو برخو کې اورېدل شوي دي.

جلال اباد
د عکس تشریح، جلال اباد د افغانستان یو ګڼ مېشتی ښار دی

د شنبې په ورځ هم د دې ښار په څلورمه ناحيه کې د پوليسو د پلټنې سيمې ته نږدې دوه پرلپسې چاودنو د دوو مېرمنو په ګډون ۳ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ژوبل کړل. ۴ مېرمنې او ۲ ماشومان هم په ژوبلو کې وو.

دا چاودنې د عام وګړو د تګ راتګ په سيمو کې شوي دي.

د دوشنبې ورځې د چاودنې یوه عیني شاهد شفیع بي بي سي ته وویل:

"دننه نانواني کې مې کار کاوه، درز شو. يو بوډا سړی هلته پروت و. رينجر چپه پروت يو پوليس په کې پړمخې پروت و. هلته بل نفر هم لویدلی و. زه سخت ویرېدم. "

دې پېښو د جلال اباد ښار اوسېدونکو اندېښنې ډېرې کړي دي او وايي، که کېږي حکومت دې د ډېرېدونکې ناامنۍ مخه ونيسي.

"دا څو ورځې چاودنې ډېري شوي دي. دا چاودنې په کاروبار او ژوند سخته بده اغېزه کوي. زموږ اندېښه ډېره شوې ده، سهار چې پاڅېږو همدا سودا مو وي چې کومه پېښه و نه شي. په ځان سخت وېرېږم. چارواکي بايد د ناامنۍ مخنيوی وکړي او يوه حل لار ورته ولټوي."

ننګرهار

د عکس سرچینه، Huw Evans picture agency

د عکس تشریح، تېرې درې ورځې جلال اباد ښار کې ۵ چاودنې شوي. څه يې د سړک د غاړې او د پوليسو پلټنې پوستو ته نږدې ماینونه چاودلي او یو شمېر نور بیا حکومتي موټرو پسې نښلېدونکي ماينونه و.

له تېرو دريو اونيو راهيسې جلال اباد ښار او د ننګرهار په يو شمېر سيمو کې هدفي وژنې او چاودنې ډېرې شوي دي.

تېره اونۍ د ښار د ګڼه ګوڼې ډکې سيمې تالاشۍ څلور لار کې ناڅرګندو وسله والو يو صراف په ډزو وواژه.

هدفي وژنو او چاودنو د ډېرېدو په غبرګون کې صرافانو د يوې ورځې په مخه خپلې هټۍ وتړلې او روغتيا پالانو هم د ژوند د نه خونديتوب اندېښې ښکاره کړې.

تراوسه دې چاودنو او وژنو مسوولیت چا يا کومې ډلې نه دی منلی.

د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل بي بي سي ته وویل، د ننګرهار په خوږياڼو او د شينوارو د اچين ولسوالۍ او ن ورڅېرمه سيمو کې د داعش او نورو ډلو پر وړاندې عملیاتو او هغوی ته د تلفاتو ډېرېدو سره دغه ډلې غواړي د دفشار په ډول په جلال اباد ښار کې چاودنې او ګډوډي جوړه کړي.

جلال اباد
د عکس تشریح، روان امنیتي وضعیت د جلال اباد ښاریان اندېښمن کړي دي

"د ننګرهار په خوږياڼو او د شينوارو، په اچين او نورو سيمو کې د داعش او نورو وسله والو ډلو د پلان او اصلي مرکزونه له منځه وړل شوي او دا ډلې له زوره غورځول شوې دي. وضيعت هغسې نه دی، خو ننګرهار په خوږياڼو او د شينوارو د اچين ولسوالۍ او نورو سيمو کې د داعش او نورو ډلې ځپل شوي دي. دوی بله لار نه لري، اوس غواړي په ښار کې ګډوډۍ او ځېنې پېښې وکړي او په دې توګه امنيتي ځواکونه بل ځای بوخت کړي او پام يې واړوي."

ښاغلي مياخېل زیاته کړه، که په ښار کې داخلي کړۍ په نا امنۍ اووروستيو پېښو کې ښکېلې وې، حکومت په دې برخه کې جدي دی او نيولو کې به هېڅ غفلت و نه شي.

د افغانستان ختيځ ښار جلال اباد د افغانستان يو له ګڼ مېشتو ښارونو دی.

تېر څلور کلونه د اوړي په رارسېدو سره په دې ښار او د ننګرهار په ولسوالیو کې د جګړې او ناامنيو څپه هم تودېږي. تېرکال هم په همدې ورځو کې داعش وسله والو د دې ښار پر ګڼو ملکي ادارو ډله ييز وسله وال بريدونه زيات کړل.