جلال اباد: دوو پرلپسې چاودنو ۳ کسان وژلي او ۲۰ ټپیان دي

جلال اباد چاودنې
د عکس تشریح، چاودنې د پولیسو یوې پوستې ته نژدې شوې دي

د ننګرهار مرکز جلال اباد کې ځايي چارواکي وايي، دوو پرلپسې بمي چاودنو کې د دوو ښځو په ګډون لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي. څلور ښځې او دوه ماشومان په ټپیانو کې شامل دي.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي:

''دغه چاودنه کې یوه ۲۲ کلنه پېغله، یوه ۴۰ کلنه ښځه او یو بل ملکي سړی وژل شوي دي. ټپیانو کې څلور ښځې، دوه ماشومان، پنځه نارینه او د امنیتي ځواکونو ۸ کسان شامل دي، چې درې د سرحدي ځواک سرتېري، دوه ترافیک پولیس او د ملي امنیت درې سرتېري دي. ''

د چارواکو په وینا، چاودنې د هغو بمونو وې چې د ښار څلورمې حوزې سیمه کې له مخکې د پولیسو یوې پوستې ته نژدې د لارې اوږدو کې ځای پر ځای شوي وو او نن له ماسپښین مخکې وچاودیدل.

عیني شاهدانو د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، پولیسو دغه ځای کې موټر تالاشي کول چې چاودنه وشوه او د پېښې ځای کې د خلکو له یو ځای کېدو وروسته دویم بم وچاودید.

د یوې رکشې ډرېور ذوالفقار چې پېښه کې ټپي شوی وايي، ''دوو ښځو مې رکشې کې سفر کاوه، چې چاودنه کې یوه ټپي شوه او بله ووژل شوه، نور هم دغه پېښه کې ځینې کسان ټپیان شول او ډزې هم وشوې. ''

د پېښې له ځایه اخیستل شویو تصویرونو کې دوه ویجاړ شوي موټر، د یوې ښځې څېرې شوی ټیکری او د ماشومانو بوټان او څپلۍ لیدل کېږي، چې رنګ یې تور اوښتی دی.

د ننګرهار عامې روغتیا مسوولین وايي، ټپیانو کې د دوو ښځو روغتیا ښه نه ده.

جلال آباد چاودنه
د عکس تشریح، د جلال اباد چاودنو کې دوې ښځې هم وژل شوې دي

له دې څو ساعته مخکې د ښار دویمه ناحیه سیمه کې د سرحدي پولیسو یو رینجر ډوله موټر پر هغه ماین ختلی چې په سړک کې خښ کړل شوی و. هغه پېښه کې دوه پوله ساتي سرتېري ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دغو چاودونو مسوولیت نه دی منلی، خو د ننګرهار ولایت له رسنیز دفتره یوه خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي په خوږیاڼو ولسوالۍ او نورو سیمو کې د داعش وسله والو او نورو حکومت مخالفو وسله والو ډلو پر ضد د هوايي او ځمکني عملیات د دې سبب شوي چې دغه ډلې د فشار راوستلو لپاره په ښارونو کې اسان هدفونه په نښه کړي.

بل لور ته په جلال اباد او د ننګرهار په ځینو نورو سیمو کې له څه مودې راهیسې د بمي چاودونو او هدفي وژنو پېښو ډېرېدو له کبله د ولایت اوسېدونکو اندېښنې ډېرې شوې دي.