د جلال اباد امنيت ساتنې چارې پوځ ته سپارل شوې
د افغانستان ختيځ جلال اباد ښار امنيت ساتنې چارې بيا افغان پوځ ته سپارل شوې دي. دغه ښار چې پرون د يوه وسله وال بريد پر مهال په کې ۱۵ کسان وژل شوي، دې وروستيو کې په کې مرګوني بريدونه زيات شوي دي. داعش ډله د ننګرهار بېلابېلو ولسواليو کې فعاله ده، چې له امله یې د جګړې او تاوتريخوالي پېښې هم زياتې شوې دي. ذبيح الله رحیمزی پرې نور حال راکوي.