جلال اباد ځانمرګي برید د ولسي جرګې نوماند په ګډون ۱۹ کسان وژلي

د عکس سرچینه، Reuters
ننګرهار ولایت ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر ورځ، د ولايتي ادارې ودانۍ ته څېرمه په مخابراتو څلورلارې کې چاودنه شوې.
لومړي سر کې د ننګرهار د مرکزي روغتون مشر ډاکټر احسان الله شينواري بي بي سي ته وویل، د چاودنې له ځايه اووه جسدونه او شل ټپيان وروړل شوي، اوس د روغتون چارواکو بي بي سي ته ويلي چې په چاودنه کې ۱۹ کسان وژل شوي، چې اته يې اهل هنود دي.
ولسمشر غني نن سهار ننګرهار ولايت ته ورغلی و او لا هم د ننګرهار په ولايتي اداره کې و، خود چاودنې پر مهال په سيمه کې نه و.
ښاغلي غني نن سهار په جلال اباد ښار کې د ختیځ ۱۰۰۰بستریز روغتیايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده چې د نسايي ولادي روغتون تر څنګ د معلولینو او نري رنځ لپاره روغتون هم پکې په پام کې نیول شوي دي.

د عکس سرچینه، ARG
ښاغلي غني سهار د دغه ولايت په امنيتي چارواکو غږ کړی و چې د دښمن د ټکولو لپاره په بېړه لاس په کار شي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د دغه بريد مسووليت داعش ډلي منلی دی.
په وژل شویو کسانو کې د اوتار سنګ خالصه په نامه هغه سېک افغان وګړی هم شامل دی چې راتلونکو پارلماني ټاکنو ته نوماند و.
نوموړی په دې وروستیو کې پر افغان رسنیو ډېر راڅرګندېده، او عام ولس یې نوماندۍ تود هرکلی کاوه.

د عکس سرچینه، FACEBOOK
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي بي بي سي ته وویل چې برید ځانمرګي و او د مړو سربېره شل کسان پکې ټپیان شوي هم دي چې د څو ټپيان حالت يې نازک دی.
ښاغل خوګیاڼی هم په وژل شوو او ټپيانو کې د اهل هنود وګړو شتون تاییدوي. هغه ویلي چې د چاودنې له امله په هټيو کې د لګېدلي اور مړه کولو لپاره اطفايه سيمې ته رسېدلې.
پرون ولسمشر غني چې له وسله والو طالبانو سره د اختر په مناسبت د شوي اوربند او د سولې د وروستیو هڅو په تړاو يې خبريالانو ته وينا کوله، د یو اړخيز اوربند رسمي پای اعلان کړ او په ټول افغانستان کې يې خپلو ځواکونو ته د پوځي عملياتو اجازه ورکړه.








