له اوربند وروسته؛ د ننګرهار د غني خېلو ولسوال په کمین کې وژل شوی

د عکس سرچینه، subhanullah khitab/FB
د ننګرهار د غني خېلو سرپرست ولسوال سبحان الله خطاب د نامعلومو وسله والو په کمين کې وژل شوی دی.
د ننګرهار ځايي چارواکي وايي، پر ولسوال نن سهار ۱۰ بجې د غني خېلو ولسوالۍ په مالټو فارم سيمه کې هغه مهال ډزې شوي چې دی له کوره دندې ته پر لار و.
د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږياڼي بي بي سي ته وويل، په پېښه کې د ولسوال يو ساتونکی هم ژوبل شوی دی.
سبحان الله خطاب له دې وړاندې د خوږياڼو ولسوالۍ ولسوال او د ولايتي ادارې سلاکار پاتي شوی و.
دا له وسله والو طالبانو سره تر دوه اړخیز اوربند وروسته لوړپوړی دولتي چارواکی دی چې وژل کېږي.
د پېښې په اړه سملاسي کومې ډلې څه نه دي ويلي، دا بريد داسې مهال چې د حکومت پروړاندې وسله والو طالبانو اعلان کړی دری ورځنی اوربند تېره شپه پای ته ورسېد او خپلو جنګيالیو ته یې د بيا جګړې پېلېدو امر ورکړی، خو افغان حکومت خپل اوه ورځنی اوربند لس ورځې نور هم وغځاوه.
افغان حکومت د یکشنبې په ورځ یوه بیان کې وویل: "د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا نننۍ غونډه کې له هر اړخیزو بحثونو وروسته له طالبانو سره اوربند لس ورځې نور هم وغځېد".
خو دا هم ویلي، د "د دوښمن د هر ډول تېري" ځواب ته به افغان ځواکونه چمتو وي.
افغان ولسمشر د شنبې په وځ یوه ویډیو پیغام کې له طالبانو سره د اوربند غځولو اعلان وکړ او زیاته یې کړه چې په دې تړاو به وروسته جزیات خپاره شي.
اشرف غني له وسله والو طالبانو وغوښتل چې دوی هم خپل درې ورځنی اوربند اوږد کړي او زیاته یې کړه:
"درې ورځې اوربند وښوده چې افغان ملت د سولې تږی او غوښتونکی دی."
خو وسله والو طالبانو د یکشنبې په ورځ د بیانیې خپرولو سره خپل درې ورځنی اوربند بریالی او د خپلې ډلې د ځواک نښه وبلله.
دوی دا هم وویل، چې دا اوربند یې د افغان ولس "د اختر ارام تېرولو" لپاره و، نه د افغان حکومت د "خوشالولو" لپاره.










