د شيدو او پنېر پلور، هم عايد هم اسانه سپما

د مشرقي ولایت لغمان او ننګرهار تروش پنیر افغانستان کې مشهور دی.
د عکس تشریح، د مشرقي ولایت لغمان او ننګرهار تروش پنیر افغانستان کې مشهور دی.
    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, بي بي سي، ننګرهار

د افغانستان په ننګرهار کې مالداري اوس د یو شمېر کورنیو اقتصادي ټیکاو ګرځېدلی. په دې ولایت کې اوس مالداري له دوديزې بڼې په راوتو په سوداګرۍ اوښتې ده.

په ننګرهار کې د څارويو محصولات لکه مالګين پنير، شېدې او د مستو پلور ځینو کورنیو ته نه یوازې ورځنی لګښت پوره کوي، بلکې اسانه سپما ده.

د څارویو یو شمېر پالونکي وايي، د لبنیاتو سوداګري اسانه او بیې يې ښې شوي دي.

۳۸ کلن ميراحمد خپلو غواګانو ته خواړه تیاروي. دی د ننګرهار د ښيوې ولسوالۍ د سرجل سيمې اوسېدونکی دی. له تېرو لسو کلونو راهیسې غواګانې ساتي. پخوا یې یوه غوا خو اوس شپږ غواوې لري.

میر احمد د خپلو غواګانو د محصولاتو په مټ ورځنی لګښت پوره کوي. دی او کورنۍ یې د خپلو غواوو له شېدو پنير جوړوي او بازار ته یې وړاندې کوي:

"پنځه، شپږ غواګانې لرم، هفته کې شپږ اوه منه پنير ورکوي، زما ګاونډيان يې هم ساتي، زموږ ټولو همدا کاروبار دی."

په افغانستان کې د کليوالیو خلکو د ژوند ګوزاره تر ډېره پر کرکېله او مالدارۍ روانه ده. ځېنو ته دا يو شوق دی چې ډېر مالونه وساتي، لکه د دره نور په ستن دره کې امان شاه.

نوموړی وایي "مالونه سهار غره ته وړو، مازديګر يې راولو، دلته نور څه مصروفيت نه شته، دا له شوقه ساتم، مستې او پنير يې خورو."

له ښارونو لرې په کلیوالو سيمو کې ډېر کروندګر اوس ځکه مالدارۍ ته زړه ښه کوي چې له څارویو ترلاسه کېدونکي محصولات یې بازار ته ژر رسېږي.

د ننګرهار په کامه کې له پنير سربېره یوه برخه شېدې شیريخ پلورونکي کاروي. هلته په دې هټیو کې هره ورځ څو سوه کېلو شیدي پېرل کېږي. دا چې د وطني شېدو اړتیا ډېره ده ان ځينو چې پخوا څاروي نه ساتل، اوس یې د نغدې ګټې ترلاسه کولو لپاره مالدارۍ ته مخه کړې.

د ننګرهار د پینرو لوی بازار په ښېوه کې دی. دلته نه یوازې په دودیز ډول جوړ شوی ځايي پنير بلکې د شاوخوا سيمو پنير هم د پلور لپاره راوړل کېږي. په دې بازار کې د پنیر پلورنې لسګونه هټۍ شته او په منځني ډول هر دوکاندار له دېرشو تر پنځوس کېلو پنير پلوري. شرېف د دوی له ډلې یو دی، له خپلې سوداګرۍ خوښ ښکاري.

دی وایي "کاروبار مو جوړ دی. ښه خوشاله يوو. د ورځې زر دولس سوه روپۍ ګټم، دا پنير له لسو ډېرو ولايتونو ته ځي."

پلورونکی "کاروبار مو جوړ دی. ښه خوشاله يوو. د ورځې زر دولس سوه روپۍ ګټم، دا پنير له لسو ډېرو ولايتونو ته ځي."
د عکس تشریح، هټیوال "کاروبار مو جوړ دی. ښه خوشاله يوو. د ورځې زر دولس سوه روپۍ ګټم، دا پنير له لسو ډېرو ولايتونو ته ځي."

ناروغي هغه څه دي چې څاروي ترې کړېږي. د ډېرو مال پالوونکو غوښتنه دا ده چې په حکومتي کچه دې د دوی په سيمو کې د څارويو روغتيايي وړيا خدمات زيات شي.

د ننګرهار د کرنې ځايي اداره وايي، تېر يو کال کې د دې ولايت په ځینو ولسوالیو کې لږ ترلږه يو ميليون څاروي واکسين کړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رياست مشر رفيع الله رحيمزی وايي، په کلیواليو سيمو کې يې د څارويو روغتيايي برخې ته پام ډېر دی او لا هڅه کوي، په دې برخه کې لا ښه خدمات او اسانتياوې برابرې کړي.

ننګرهار کې ډېر خلک باوروي دي چې که حکومت په لويه کچه د مالدارۍ برخې ته پاملرنه ډېره او کورنيو محصولاتو ته بازار موندنې اسانتیاوې ډېرې کړي، هیله شته چې کور دننه محصولات به هېواد تر یوه حده پر ځان بسيا کړي.