اسدالله خان د افغانستان کرېکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس شو

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ په یوه اعلامیه کې ویلي، د پخواني اجرائیه رئیس شفیق ستانکزي کاري موده پای ته رسېدلې او اسدالله خان د دې بورډ نوی سرپرست اجرائیه رئیس ټاکل شوی دی. د دې بدلون وړاندیز د کرېکټ بورډ مشرتابه لخوا شوی او د ولسمشر غني لخوا منل شوی دی.
اسدالله خان تر دې وړاندې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې هم کړې دي.
نوموړي همدا راز څو کاله د افغانستان له کرېکټ بورډ سره دنده ترسره کړې او د غوراوي د کومېټې غړی هم پاتې شوی. ده همدا راز له ملي لوبډلې سره د ویدیویي شنونکي یا (video analyst) په توګه هم دنده درلوده.
د افغانستان کرېکټ بورډ د خبرپاڼې له مخې د کرېکټ بورډ رييس ښاغلي عزيزالله فضلي د غوره کړنو او اصلاحاتو په موخه د اجراييه او تخنيکي کمېټو تر نامه لاندې دوې نوې کمېټې رامنځ ته کړې دي.
چې تاج ملوک عالم، الله داد نوري، عبدالولي امین، نظيم جار عبدالرحيمزی او سيد انور شاه قريشي د اجراييه کمېټې د غړو په توګه او دولت احمدزی، رييس احمدزی، هستي ګل عابد، خالقداد نوري او نوروز منګل د تخنيکي کمېټې د غړو په توګه ګومارل شوي دي.

د عکس سرچینه، ACB
همدا ډول د کرېکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي چې اکليل حکيمي، سيد سادات نادري، احمدشاه سنګدل او حکمت خليل کرزی به له دې وروسته د کرېکټ بورډ په جوړښت کې نه وي.
دا ټاکنې داسې مهال اعلانېږي چې افغانستان به په روانه میاشت کې له اېرلنډ سره د شل اوریزو، یو ورځنیو او د یوې ټېسټ لوبې لړۍ پیلوي.
خو د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې لپاره به سږ کال تر ټولو مهې لوبې د ۲۰۱۹ کال د نړیوال جام سیالۍ وي چې په انګلستان کې به ترسره کېږي.










