کرېکټ: کوهلي اسټرالیا ته په ماتې ور کولو ویاړي

د عکس سرچینه، Reuters
د هند د کرېکټ ملي لوبډلې کپتان ویرات کوهلي وایي، اسټرالیا ته په اسټرالیا کې ماتې ورکول په کرېکټ کې د ده لپاره تر ټولو ویاړمنه شېبه ده. هند د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا پر وړاندې د څلورو ټېسټ لوبو لړۍ وګټله.
دا د هند د کرېکټ په تاریخ کې لومړی ځل و چې اسټرالیایۍ لوبډلې ته یې ته یې په اسټرالیا کې ماتې ورکړه.
د هند د کرېکټ ملي لوبډله لومړی ځل په ۱۹۴۷-۴۸ کال کې د اسټرالیا په دوره تللې وه، خو هلته یې د ټېسټ لوبو لړۍ ګټلو لپاره څه باندې ۷۰ کاله انتظار و ایست.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټېسټ لوبو په دې وروستۍ لړۍ کې دوه لوبې هند او یوه اسټرالیا وګټله، خو په سیډني ښار کې څلورمه او وروستۍ لوبه د باران له کبله بې پایلې ختمه شوه.
له دې بریا وروسته هندي کپتان خبریالانو ته وویل، د خپلې بریالۍ لوبډلې په غړیتوب ویاړي.
نوموړي زیاته کړه چې دا یې په کرېکټ کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.
د سیډني په څلورمه ټېسټ لوبه کې هند خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۶۲۲ منډې وکړې او بیا یې د اسټرالیا ټوله لوبډله په ۳۰۰ منډو وسوځوله.
ورپسې یې اسټرالیا ته د دویمې پاڼۍ بلنه ورکړه، خو د باران له کبله پر پنځمه او وروستۍ ورځ هېڅ لوبه ونشوه او اسټرالیا بې له کومې وېکټې بایللو یوازې ۶ منډې کړې وې.

د عکس سرچینه، Getty Images
د هند کپتان ویرات کوهلي وویل، په تېرو لسو کلونو کې یې هېڅ کله هم د دومره ویاړ احساس نه دی کړی، او ټوله لوبډله یې ډېره خوشاله ده.
د هغه په وینا، ټېسټ لوبې د کرېکټ تر ټولو مهمه بڼه ده او تر ټولو ډېر قدر یې کېږي، ځکه نو دوی غواړي چې د بریاوو دې تسلسل ته دوام ورکړي.
د اسټرالیا کپتان ټېم پاین هم ومنله چې هندۍ لوبدلې تر دوی ښه لوبه وکړه او ویرات کوهلي ته یې مبارکي ورکړه.
په دې لړۍ کې د هند پنځو توپ وهونکو سلیزې وکړې، خو د اسټرالیا هېچا هم کومه سلیزه ونشوه کړای.








