کرېکټ: شفیق ستانکزی خپاره شوي غږونه د دښمنانو توطیه بولي
منځپانګه نه شته
په Facebook کې نور وګورئ بي بي سي. بي بي سي د نورو ویبپاڼو د محتوا مسوله نه ده.د پوسټ Facebook پای
د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییه مشر شفیق الله ستانکزي پر ټولنیزو شبکو خپرې شوې، ده ته منسوبې غږیزې ټوټې د دوی او کرېکټ بورډ پر ضد "توطیه"بولي.
ښاغلي ستانکزي پورې منسوبو غږیزو ټوټو کې د کرېکټ بورډ پر پخوانیو او اوسنیو غړو او یو شمېر لوبغاړو شخصي تبصرې شوې دي چې پکې یو شمېر تورونه لګېدلي او ځینې سپکې کلمې هم کارېدلي.
د افغانستان د کرېکټ بورډ اجراییه مشر په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي "زما له ادرسه خپاره شوي غږیز کلپونه په کلکه ردوم."
په خپرو شویو غږيزو ټوټو کې د افغانستان د کرېکټ بورډ د پخواني مشر نسیم دانش او اوسني مشر عاطف مشعل خبرې شوي دي چې شفیق الله ستانکزی دا "ښاغلي مشعل ته پکې سپکاوی"بولي او وايي "د افغانستان کرېکټ بورډ هر وخت د توطیو ښکار شوی".
ښاغلی ستانکزی مني چې له ښاغلي مشعل سره "کاري اختلافات" لري.
دا لومړی ځل نه دی چې ښاغلي ستانکزي ته منسوب شوی غږ په ټولنیزو رسنیو کې خپرېږي. پخوا هم یو غږ خپرو شوی و چې په کې د فیسبوک کاروونکو ته په ښکنځل کېږي.

د عکس سرچینه، ACB
په نني ویډیويي پیغام کې ښاغلی ستانکزی یو شمېر هغه لوبغاړي هم ستایي او "د کرېکټ او د افغانستان د سرتاج" یې بولي چې په خپرو شویو غږېزو کلېپونو کې د دوی یادونه په بدو الفاظو شوې ده.
تر دې دمه د افغانستان د کرېکټ بورډ غړو یا لوبغاړو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي او نه هم د خپرو شویو غږیزو ټوټو د صحت په اړه څه ویل شوي.
کرېکټ بورډ کې اختلاف
په کرېکټ بورډ کې د اختلافونو، فساد او مشرتابه ترمنځ د همغږۍ نشتوالی کومه نوې خبره نه ده. څه موده وړاندې د کرېکټ بورډ شاوخوا ۴۰ کارکوونکو پریکون اعلان کړ.
هغه مهال د کرېکټ بورډ مشر ښاغلي مشعل بي بي سي ته وویل د بورډ له کار کوونکو چې له کرېکټ بورډ سره یې پرېکون اعلان کړی، دوی ته رسماً هېڅ نه دي ویلي، چې په وینا یې دا یو بې قانونه او نا مسلکي عمل دی او له دوی سره به د کرېکټ بورډ له قوانینو او اصولو سره سم چلند کېږي.
نوموړي دغه چاره د کرېکټ بورډ د 'تخریب ' هڅه بللې.
په افغانستان کې يوازې کرېکټ نه دى چې له دې حالت سره مخامخ دى. په فوټبال، نورو فدراسيونونو او ان د اولمپيک په فدراسيون کې هم پرله پسې د مشرتابه په سر لانجې راپورته شوي. دا حالت بې له شکه چې پر لوبو او لوبغاړو هم اغېز شيندلى شي.








