کډوال: چې پاکستانی پوځ له وزیرستان ونه وځي نه ستنېږو

د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته له وزیرستان څخه راغلو کډوالو خپلو سیمو ته د نه ستنېدو پرېکړه کړې.
دوی وايي تر هغه چې د وزیرستان له ټولو سیمو پاکستاني پوځیان نه وي وتلي خپلو کورونو ته به ستانه نه شي.
د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې د شاوخوا اوو زرو کورنیو مشرانو ویلي، که هر څوک له دې پرېکړې سرغړونه وکړي نو پنځوس لکه پاکستانۍ روپۍ به ناغه کیږي او هم به یې کور سوځوي.
د پکتیکا والي والي الیاس وحدت وايي، خپلو مېنو ته ستنېدل او نه ستنېدل د وزیرستاني کډوالو خپله پرېکړه ده.
په وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم د پوځي عملیاتو له پیل سره شاوخوا دوه سوه زره کډوال خوست او پکتیکا ته کډه شول.
د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته له خوست ولایت څخه د مسودو قوم پرته د نورو کډوالو د وتلو لړۍ پیل شوې خو لا هم زرګونه نورې کورنۍ په خوست او پکتیکا کې پاتې دي

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir








