له خوست څخه وزیرستان ته د کډوالو ستنېدل

له خوست ولایت ورڅېرمه قبایلي سیمې وزیرستان ته ۴۰۰ کورنۍ ستنې شوې.

قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، دا خلک په وزیرستان کې د پاکستان د پوځي عملیاتو له امله خوست ته کډه شوي وو.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، دا وزیرستانیان د ګلام خان یا غلام خان له لارې خپلو مېنو ته ستانه شول.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، په دوی کې ۷۳ داسې کورنۍ هم شته، چې په ګلام خان کې ثبت شوې او د پښتونخوا د بنو ولسوالۍ په بکاخېل پنډغالي کې څو ورځې پاتې کېږي.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، د ۲۰۱۴ کال په جون کې د پاکستان د ضرب غضب له عملیاتو نږدې یو میلیون خلک بې کوره شول.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، د بې ځایه شویو ادارې یو مشر محمد خالد وايي، په غلام خان کې یې دغو کډوالو ته پنډغالی جوړ کړی او له دوی سره د خوړو، خېمو او نورې اړتیا وړ مرستې کېږي.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، په خوست کې د دغو کډوالو یو ویاند مولوي خان دراز داوړ وايي، ۱۲۷ کورنۍ غلام خان ته رسېدلې او دوه سوه نورې به د چهارشنبې په ورځ دغه پنډغالي ته ورسېږي.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، ځايي چارواکو دغو کډوالو ته پېغامونه استولي وو او قبایلي مشران یې هم خوست ته لېږلي وو چې د دې کډوالو د ستنولو لپاره هڅې وکړي.
قبائلی

د عکس سرچینه، Faridullah Zahir

د عکس تشریح، داسې معلومات دي چې ډېر شمېر کډوالو لا هم د ستنېدلو لپاره نومونه نه دي لیکلي.