وزیرستاني کډوال نه غواړي چې ژر خپلو سیمو ته ستانه شي

له دغو کډوالو سره افغان دولت، ولسي خلکو، سوداګرو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو ډول ډول مرستې کړې

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، له دغو کډوالو سره افغان دولت، ولسي خلکو، سوداګرو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو ډول ډول مرستې کړې
    • Author, الياس وحدت
    • دنده, خوست

د پاکستان د پوځ له خوا په وزیرستان کې د شویو عملیاتو له کبله خوست ته کډه شوي وزیرستاني کډوال نه غواړي خپلو سیمو ته بیرته ژر ستانه شي.

دوی وايي، په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او د ژوند اسانتیاوې نه لري، دوی غواړي د بیرته ستنیدو پرمهال دې ورته نږدې د غلام خان بندر لاره خلاصه شي او هلته دې ورته د امنیت په ګډون د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ (UNHCR) مرستيال اياکي ايتو او په افغانستان کې د نوموړي سازمان مشرې مايا په خوست کې د مېشتو وزيرستاني کډوالو استازو او مشرانو ته ویلي، که کډوال په خپله خوښه ستنېدو ته حاضر شي، نو دوی به ورته زمينه برابره کړي.

اياکي ايتو د خوست د ګربزو ولسوالۍ د ګلان په دښته کې د وزیرستاني کډوالو په کمپ کې د کډوالو مشرانو ته وویل، چې دا د ده مسوولیت دی چې د کډوالو پيغام جینیوا ته ورسوي او ستونزو ته یې حل لاره پیدا کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د ادارې (UNHCR) مشرې مېرمن مايا وویل، دوی د وزیرستاني کډوالو اوسنی وضعيت درک کړی او ورته اندېښمن دي.

دې وویل، دا اسانه نه ده، چې يو څوک دې د کډوالۍ ژوند وکړي. د دې په خبره کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ غواړي، تر هغه د کډوالو ښه پالنه وشي څو دوی په خپله خوښه خپلو سیمو ته بېرته ستنېدو ته تیار شي.

خو دې د اوس لپاره شمالي وزيرستان ته د کډوالو له ستنیدو سره مخالفت وښود ځکه، د دې په خبره کيدای شي، هلته پوځي عمليات نور هم دوام وکړي.

د کډوالو په استازیتوب د دوی یو تن قومي مشر حاجي جانان وزير وويل، دوی غواړي يو څه وخت په خوست کې پاتې شي ځکه چې په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او هلته د ژوند تیرولو اسانتیاوې نه لري.

د نوموړي په خبره دوی وزیرستان ته ستنیدل غواړي خو شرطونه یې دا دي، چې هغه مالي امتیازات دې ورکړل شي کوم، چې د پاکستان په داخل کې بې ځایه شویو وزیرستاني کډوالو ته ورکول کېږي.

وزیرستاني کډوال غواړي يو څه وخت په خوست کې پاتې شي ځکه چې په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او هلته د ژوند تیرولو اسانتیاوې نه لري

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، وزیرستاني کډوال غواړي يو څه وخت په خوست کې پاتې شي ځکه چې په وزيرستان کې یې کورونه نړيدلي دي او هلته د ژوند تیرولو اسانتیاوې نه لري

د ده په خبره د بیرته ستنیدو پرمهال دې ورته نږدې د غلام خان بندر لاره خلاصه شي او هلته ورته د امنیت په ګډون د ژوند ټولې اسانتیاوې برابرې شي.

د خوست د ځايي ادارې په حواله دا مهال په خوست کې له دیرشو زرو زیاتې وزیرستانۍ کورنۍ د یو کمپ په ګډون د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې ژوند کوي .

له دغو کډوالو سره افغان دولت، ولسي خلکو، سوداګرو، مدني ټولنو او نړیوالو ادارو ډول ډول مرستې کړې دي خو لا هم د ژوند په مختلفو برخو کې بیړنیو او دوامدارو مرستو ته اړتیا لري په ځانګړي ډول د ګرمۍ سوځوونکي موسم په رارسیدو سره.