BBC News, پښتو - کور پاڼه
مهم خبرونه
په داسې حال کې چې د مخامخ ټکر اندېښنې لا هم پر ځای دي، د امریکا او ایران تر منځ خبرې پیلېږي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له استازو سره د مستقیمو خبرو پیلولو لپاره د عمان پلازمېنې مسقط ته رسېدلی دی. د پلان له مخې دا خبرې نن جمعه په عمان کې پیلېږي. له دې څو ساعته مخکې د منځني ختیځ چارو لپاره ډونلډ ټرمپ ځانګړی استازی سټېو وېټکوف او د ټرمپ زوم او سلاکار جارډ کوشنر د قطر د دوحې له لارې عمان ته رسېدلي دي.
د "داعش" له اړخه اندېښنو ته غبرګون: مجاهد وايي افغانستان کې "هېڅ بهرنۍ او خپلسرې ډله" نشته
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد په افغانستان کې امنیت او په دغه هېواد کې د وسلهوالو ډلو حضور په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې راپورته شوې اندېښنې "بې ځایه" وبللې. هغه ویلي، افغانستان امن دی او دلته هېڅ بهرنۍ خپلسرې ډله نشته. یوه ورځ ورمخکې د افغانستان له نږدې ګاونډیو پاکستان او چین رانیولې، تر ملګرو ملتونو، امریکا او بریتانیا پورې بېلابېلو خواو افغانستان کې د داعش-خراسان حضور ټولې سیمې او نړۍ ته "جدي خطر" بللی و.
پر هند د شهباز شریف تورونه؛ د بلوچستان بریدونو په اړه وروستي جزیات څه دي؟
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پر هند تور پورې کړی چې ګواکې په دغه هېواد کې یې د "ترهګرۍ د خپرولو لړۍ دوام لري" او دغه کار اوس د خپلو "نیابتي ډلو" پر مټ کوي. دا هغه دعوه ده چې هند په وار وار رد کړې ده. په همدې حال کې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې یا (ایاېسپيار) ادعا کړې چې په بلوچستان کې یې د وسلهوالو پر ضد عملیاتو کې "۲۱۶ وسلهوال" وژلي دي. بلخوا بياېلاې نن د خپلو ځینو وژل شوو غړو او ځانمرګو بریدګرو عکسونه خپاره کړي چې بیا هم یوه ښځه پکې ده.
سعودي اوښانو ته پاسپورت ورکوي: د نبوي جومات له بنسټ تر ملي نښانه د اوښ تاریخي مزل
سعودي عربستان اعلان کړی چې د دغه هېواد میلیونونو اوښانو ته پاسپورټونه ورکوي. چارواکو ویلي، له دې کاره موخه د هېواد د دغو ارزښتناکو رمو په ښه اداره کولو کې مرسته ده. د سعودي چارواکو په وینا، دا نوښت به په دې برخه کې د اوښانو پالنه او اغېز زیات کړي او د څارویو د هویت او مالکیت په اړه به یو باوري معلوماتي پانګه رامنځته کړي.
د امریکا مرستیال ولسمشر: د ټرمپ او خامنهاي مخامخ خبرو نه کولو مذاکرات "پېچلي" کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر جېډي وېنس ویلي دي چې د ډونلډ ټرمپ او د ایران د ستر مذهبي مشر ایتالله خامنهاي ترمنځ د مخامخ خبرو نه کېدو مذاکرات "پېچلي او کمزوري" کړي. ښاغلي وېنس له امریکايۍ خبریالې او د (سیروس اېکساېم) شبکې له کوربنې مېګن کېلي سره په مرکه کې ویلي چې، "د ایران اصلي پرېکړه کوونکی خامنهاي دی" او په وینا یې، د دغه هېواد ولسمشر په تصمیمنیونه کې "چندان رول" نه لري.
لنډې ویډیوګانې
ځانګړي مطالب
جېفري اېپسټين څوک و؟ هغه بدنام شتمن چې ځواکمن ملګري یې لرل
اېپسټين د ۲۰۱۹ کال د اګسټ پر ۱۰مه د نيويارک د يوه زندان په کوټه کې ومړ. نوموړی د جنسي قاچاق د تورنو له کبله له ضمانت پرته محاکمې ته په انتظار و. دی څه باندې لس کاله وروسته له هغه ومړ چې له یوې کم عمره نجلۍ د فحشا غوښتنې په جرم محکوم شوی او له همدې کبله د جنسي مجرم په توګه ثبت شوی و.
د افغان لوبغاړو ځورونه: "په وټساپ له ۴ زره ډېرې ښکنځلې رالېږل شوې"
د بي بي سي د حقیقت موندنې څانګې د افغانستان د کرېکټ او فوټبال د ملي لوبډلو په تړاو په یوه بې سارې څیړنه کې دې ته کتنه کړې چې د لوبو د مینه والو توندې خبرې او ان ځینې وخت د دوی سپکاوی څومره په لوبغاړو اغېز کوي. ډېر کله لوبغاړي هغه وخت د خلکو له سخت غبرګون سره مخامخ کېږي چې لوبډله لوبه وبایلي او یا په فردي توګه یو لوبغاړی ښه ونه ځلېږي.
بووټ عملیات: کله چې امریکا او برېتانیا په ایران کې کودتا تنظیم کړه
په تهران کې د ۱۹۵۲ کال اګست ۱۵مه نیمه شپه یوه خورا مهمه پېښه کېدونکې وه. په دې شپه له سرتېرو یوه ډکه لارۍ د یوه پټ ماموریت لپاره ووتله او هدف یې دا و، چې د هغه وخت لومړی وزیر محمد مصدق ونیسي. سرتېري نه پوهېدل، چې د محمد مصدق وفادارو افسرانو ته معلومات ورکړل شوي وو، چې دا د دې ډلې د نیول کېدو لامل شو. همدا پېښه بیا د داسې لویو پېښو لامل شو، چې د دې هېواد تاریخ یې بدل کړ.
افغانستان لپاره د بيبيسي ټلوېزیوني خپرونې
بيبيسي نیوز افغانستان چې د سپوږمکۍ (سټلایټ) له لارې خپرېږي، د افغانستان، سیمې او نړۍ پر سیاست، اقتصاد، کلتور، لوبو او ټولنیزو چارو پام ساتي. دا خپرونې پر پښتو او دري ژبو خپرېږي .
غواړئ چې انټرنېټ مو ډېر مصرف نشي؟
د وېبسایټ هغه بڼه ولولئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي.
تازه خبرونه واورئ
راتلونکې برخه واورئ , غرمني خبرونه, ۰۹:۳۰, ۶ فبروري ۲۰۲۶, ۱۴،۳۰ موده
د افغانستان، سيمې او نړۍ وروستي خبرونه
واورئ, خبر او نظر, ۱۵:۳۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۹،۳۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
واورئ, دویمه سترګه, ۱۵:۰۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۳۰،۰۰ موده
ماښامنۍ خبري راډيويي خپرونه
واورئ, پښتو تلویزیون, ۱۳:۳۰, ۵ فبروري ۲۰۲۶, ۲۸،۰۰ موده
دا خپرونه له بي بي سي پښتو اورئ
نړۍ دا وخت
د بي بي سي پښتو ټلویزیوني خپرونه چې هره ورځ د افغانستان په شپږ بجو په ژوندۍ بڼه خپرېږي.








































