|
امريکا د پاکستان پر حالاتو غور کوي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په امريکا کې د ولسمشر بوش په اداره کې لوړپوړي چارواکي له خپلو نړيوالو متحدينو او پاکستاني سياسي گوندونو سره اړيکې نيسي چې د پاکستان د حالاتو په اړه پرېکړې وکړي. د بهرنيو چارو د وزارت يوۀ وياند ټام کېسي وويل که په ارامه او عادلانه توگه ممکن وي، د پاکستان ټولټاکنې بايد له مهالوېش سره سم پر مخ ولاړې شي. هغۀ وويل مهمه داده چې پاکستان د ولسواکۍ پر لورې خپل يون ته دوام ورکړي. هغې د بېنظير بوټو د مرگ په اړه د خپلواکو نړيوالو پلټنو غوښتنه کړې. په همدې حال پاکستاني طالبانو د حکومت هغه ادعاوې رد کړې چې د مېرمن بوټو په وژلو کې د طالبانو يا د القاعدې د اورپکو لاس و. د پاکستان د طالبانو يوۀ لوى قومندان، بيت الله محسود، ويلي بېنظير بوټو نه دوى او نه د دوى ملگرو وژلې. مخکې حکومت داسې يو اسناد خپارۀ کړي و چې ښوودل يې بيت الله خپلو کسانو ته د بېنظيري د وژلو لامله مبارکي ورکوي. بيت الله په پاکستان کې القاعدې ته هم يو نژدې قومندان دى. مېرمن بوټو د پنجشنبې په ورځ د انتخاباتي کمپاين پرمهال په راولپنډۍ ښار کې د يوۀ ځانمرگي بريد او ډزو لامله ووژل شوه. د دې د وژل کېدلو او د مړينې د سبب کره جزيات لاهم څرگند نه دي او حکومت چې د پېښې کوم ډول تفصيلات ورکوي، د خلکو گوند يې نه مني. حکومتي چارواکي وايي مېرمن بوټو هغه مهال مړه شوه چې سر يې د خپل گاډي له بام سره وجنگېده ځکه دې هڅه کوله چې د وسله وال بريد کوونکي له ډزو ځان بچ کړي. په دې مانا چې بېنظير بوټو د مرمۍ يا د چاودېدونکو توکو د ټوټو لامله نه ده مړه شوې. خو د بېنظير بوټو د خلکو د گوند يوې وياندې شيري رحمان د حکومت لخوا ورکړل شوي جزيات بې مانا او خطرناک وبلل. وياندې وويل حکومت هڅه کوي چې د بېنظيرې د امنيت په ساتلو کې خپله ناکامي پټه کړي او له خپل مسوليته اوږه خالي کړي. په همدې حال د بېنظير د سيال گوند مسلم ليگ مشر نواز شريف نن په سيند ايالت کې د مېرمن بوټو قبر او فاتحې ته ور روان دى. نواز شريف او بېنظير د پاکستان دوه وتلي سياسي سيالان وو، خو د حکومت لخوا پر سياسي گوندونو وروستيو فشارونو دواړه سره نژدې کړي ول. له هغۀ راهيسې چې مېرمن بوټو وژل شوې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د لاريونونو او بريدونو په ترڅ کې تر ٣٠ پورې خلک وژل شوي. تر اوسه پورې د پارلماني ټاکنو لپاره هماغه زړو مهالوېش پر ځاى دى چې جنورۍ په اتمه بايد وشي. |
ورسره تړلي نور خبرونه امريکاپرټاکنودبوټودمرگ اغيز 29 دسمبر, 2007 | نړۍ پاکستان:بېنظير بوټوالقاعدې وژلې ده29 دسمبر, 2007 | نړۍ دبوټو وژنې ته نړيوال غبرگونونه28 دسمبر, 2007 | نړۍ شننه:له بېنظيرې وروسته پاکستان28 دسمبر, 2007 | نړۍ بوټويې دپلارترڅنگ خاورو ته وسپارل شوه28 دسمبر, 2007 | نړۍ دپاکستان پخوانۍ لومړۍ وزيره ووژل شوه27 دسمبر, 2007 | نړۍ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||