|
تايلنډ کې د حکومت پرضد لاريون وشو | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د ټايلند په پلازمېنه بنکاک کې په لسګونو زره خلک د حکومت ضد لاریون لپاره راټول شوي دي . دغه خلک په ټايلند کې د ټاکنو د نوي پړاو ترسره کېدو غوښتنه کوي . لاريون کوونکو ويلي چې که يې غوښتنو ته مثبت ځواب ونه ويل شي، نو د خپلو لاريونونو لړۍ به وغځوي . خو د ټايلند حکومت وایي چې قصد نه لري د لاريون کوونکو غوښتنو ته ځواب ووایي . د پوځ او پوليسو شاوخوا 40000 ځواکونه د امنيت خوندي کولو په ځانګړي ډول حکومتي ودانيو او هوټلونو ته څېرمه ځای په ځای شوي دي . په سيمه کې د بي بي سي خبريال وايي ډېر شمېر لاريون کوونکي د پخواني لومړي وزير تاکسين شين واترا پلويان دي، چې په 2006 کال د پوځي کودتا په ترڅ کې له واکه ليرې کړل شو . ټولو لاريون کوونکو سره کميسونه اغوستي، چې له تېرې جمعې ورځې راهيسې د تايلنډ له يو شمالي کليوالې سيمې، چې د ښاغلي شين واترا ټاټوبی دی، پلازمېنې ته مخه کړې ده . د لاريون سنبالوونکو ژمنه کړې، چې خپل سوله ييز لاريون به پرمخ وړي ، خو که چېرې يې حکومت غوښتنې ونه مني، ښايي په تاوتريخوالي هم لاسونه پورې کړي . مظاهره کوونکي وايي چې لومړی وزير ابهيسيت ويجاجيوا په نامشروعه طريقه د پوځي موسسې او هغو کسانو په لاس واک ته رسېدلی، چې په بنکاک کې اوسېږي . د حکومتي ودانيو په شاوخوا کې امنيتي کسان ځای پرځای شوي او پوځي ته يې لانور صلاحيتونه ورکړي چې ګرځبنديز لانور پسې سخت کړي او که اړتيا وي د خلکو ګڼه ګوڼه تيت پرک کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه د تايلېنډ په يوه نڅاځي کې لسګونه کسان وژل شوي01 جنوري, 2009 | خبرونه هندوانو 'په غلطۍ' تايلېنډۍ بېړۍ ډوبه کړه26 نومبر, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||