|
هندوانو 'په غلطۍ' تايلېنډۍ بېړۍ ډوبه کړه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د يوې ښکاري تايلېنډۍ بېړۍ څښتن وايي چې يوې هندۍ کښتۍ د سوماليا په ساحل کې تايلېنډۍ بېړۍ په دې گمان ډوبه کړې ده چې د برمته کوونکو به وي . د تايلېنډۍ ډوبې شوې بېړۍ څښتن ويشارن سيريشايکاوات وايي چې تېره اوونۍ هندي کښتۍ پر تايلېنډۍ 'ايکاوات نافا ٥' بېړۍ داسې مهال بريد وکړ چې گمان کېده چې د سومالي برمته کوونکو کښتۍ ده . سيريشايکاوات زياتوي له اوو وروځ وروسته يو ماڼو ژوندى پاتې شوى، خو د ١٤ نورو کسانو پته لا هم نه ده معلومه . خو هندي کښتۍ لا هم ټينگار کوي، چې دوى پر تايلېنډۍ کښتۍ د خپل ځان د دفاع په خاطر ځوابي بريد وکړ او زياتوي چې په نښه شوې کښتۍ له چاودېدونکو توکو ډکه وه . د ويلو ده چې سوماليايي برمته کوونکي د روان کال په اوږدو کې شاوخوا ٤٠ کښتۍ برمته کړې دي . تر دې وړاندې د يمن چارواکو ويلي وه، چې برمته کوونکو د يمن ساحل ته راتلونکې د ودانيزو توکو ډه کښتۍ برمته کړې ده، يمني چارواکي زياتوي چې برمته کوونکو د کښتۍ او د هغې د علمې په بدل کې د دوو ميليونه امريکايي ډالرو غوښتنه کوله .
وروستى بريد پر داسې مهال شوى، چې يوۀ اوونۍ وړاندې سومالي برمته کوونکو د سعودي عربستان د تېلو يه سيروس سټار کښتۍ وتښتوله . ''له خپل ځانه دفاع''؟ سيريشايکاوات د تايلېنډ په پلازمېنه بنکاک کې خبريالانو ته ويلي چې کښتۍ يې تېره اوونۍ د عمان له ساحل نه د يمن پر لور روانه وه، چې د عدن په خليج کې تر بريد لاندې راغله . د ښکاري کښتۍ څښتن ويلي چې د برمته کوونکو کښتۍ يې تر شاوه، چې هندي 'تابار' تايلېنډۍ کښتۍ ته د ودرېدو امر وکړ . سيريشايکاوات وايي: '' د هندوانو له خوا ډوبه شوې کښتۍ له برمته کوونکو سره هېڅ اړيکه نه لرله، د دوى (هندوانو) خبره بې اساسه ده، بلکې برمته کوونکو هم غوښتل چې زموږ کښتۍ سوماليا ته وتښتوي. '' | ورسره تړلي نور خبرونه سومالي قزاقانو سمندري بېړۍ تښتولې دي19 نومبر, 2008 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||