BBCPashto.com
BBCPerisan.com
BBCUrdu.com
BBCRussian.com
BBCUzbek
BBCArabic.com
BBCChinese.com
BBCMundo.com
د خپريدو وخت: 06:49 گرينويچ 2008 ,19 نومبر
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
سومالي قزاقانو سمندري بېړۍ تښتولې دي
د تېلو لېږدوونکې سېروس سټار بېړۍ
تر اوسه څوارلس بېړۍ سوماليا ته تښتول شوې، چې شاوخوا ٢٦٨عمله يې هم هلته برمته شوې ده.
سمندري غلو د عدن په خليج کې دوه نورې بېړۍ هم برمته کړې دي، دا وروسته له هغه دي، چې سمندري غلو د عدن په سمندر کې د سعودي د تېلو يوۀ لويه بېړۍ برمته کړه، چې اوس سوماليا ته رسېدلې ده .

د سمندري غلو له اوسني بريد سره سږکال د دې ډول بريدونو شمېر ٩٥ ته رسېږي .

د سعودي د بهرنيو چارو وزير شهزاده سعود الفيصل ويلي چې سمندري غلا د ترهگرۍ په څېر يو لوى گواښ دى :

'' سعودي عربستان به د سمندري داړه مارانو پرضد مبارزه کې د نړيوالو هڅو ملگرى کېږي . نړيواله ټولنه بايد د سمندري غلو ستونزه وړه ونه بولي او په دې اړه جدي ګامونه اوچت کړي. ''

سمندري غله د بېړۍ له شا څخه په چټکۍ سره په درېيو کښتيو کې راغلل، گومان کېږي چې غلو بېړۍ په ناڅاپي ډول ونيوله، بريد يې پرې وکړ او په برياليتوب يې برمته کړه .

داسې يوۀ لويه بېړۍ برمته کول د سمندري غلو په عملياتو کې يو ستر گام په گوته کوي . کارپوهان اټکل کوي چې ښايي سمندري غله د خپلو بريدونو لپاره لويې کښتۍ د خپل مرکز په توگه کاروي .

د سعودي د بهرنيو چارو وزير سعود الفيصل
سعود الفيصل لا تر اوسه څه نه دي ويلي چې هېواد به يې د برمته شوې بېړۍ په اړه څه غبرګون وښيي.

سمندري غله اماتوران نه دي

سمندري غله اماتوران نه دي، دوى د جگړې يونيفورم اغوندي په راکټونو او تومانچو سمبال دي . سمندري غله د خپل ښکار او د هغو لوېديځوالو ځواکونو څخه د تېښتې لپاره، چې هڅه کوي د دوى مخه ونيسي، له سټلايټ تېلې فونونو او جي پي اېس سيستم څخه کار اخلي .

د ناټو وياند جېمز اپاتوري وايي چې د سمندري غلو ستونزه کوچنۍ نه ده:

'' موږ بايد دې موضوع ته پام وکړو، دا يوۀ وړه ستونزه نه ده، بلکې پر يوې لويې ستونزې بدلېږي، دغو سمندري غلو شاوخوا سل ميليونه ډالره باج ترلاسه کړى دى، دا د هغوى زړۀ نه توري، چې له يوۀ لويه کاره لاس واخلي دا پر يوې لويې ستونزې بدلېږي . ''

اخوا سوماليايي بندر حراردير ته د سعودي بېړۍ ور رسېدل د خوښۍ سبب شوى، ځکه چې د کښتۍ په بدل کې په ميليونونو ډالر باج ورکول کېږي او دا هغه څه دي چې ساحلي اقتصاد پرې وده کوي .

په سيمه کې سمندري غله منظم سيستم، محاسبان، د نوټونو د شمېرلو ماشينونه او ان داسې الې هم لري، چې کولاى شي جعلي نوټونه وپېژني .

د سيروس سټار بېړۍ
کارپوهان وايي چې د دې ډول لويې بېړۍ تښتونه يو عادي کار نه دی .

ځکه نو کېداى شي چې د بېړۍ د عملې د خوشي کولو لپاره خبرې قيمتې تمامې شي او وخت ونيسي .

کارپوهان وايي چې له دې سره به په سمندري بېړيو کې د توکو وړلو لپاره کرايې ډېرې شي او همدارنگه به تېلو او خوراکي توکو بيې لوړې شي .

دا به په ځانگړې توگه په لوېديځو هېوادونو کې ناوړه اغېز وکړي چې لا له وړاندې له اقتصادي بحران سره مخامخ دي او غواړي چې صارفين پېر او پلور ته رامات کړي .

بل خوا د پولنډ د بهرنيو چارو وزارت ټينگار کړى، چې د بېړۍ له چلوونکو څخه يو هم پولنډى و، د ياد شوي وزارت يوۀ تن وياند ويلي چې په بېړۍ کې يو بل تخنيکي افسر هم پولنډى و .

سوماليان هم د دې ډول لويې بېړۍ تښتولو هک پک کړي دي .

د کبانو يوه نيوونکي عبدالنور حجي ويلي چې : '' زۀ له درېيو لسيزو راهيسې دلته د کبانو ښکار کوم، خو په خپل ژوندکې مې تر اوسه مې دومره لويه بېړۍ نه وه ليدلې . ''

تر اوسه څوارلس بېړۍ سوماليا ته تښتول شوې، چې شاوخوا ٢٦٨عمله يې هم هلته برمته شوې ده.

له دغو برمته شويو بېړيو څخه ىوه هم د اکراين ده، چې له ٣٣ ټانکونو سر بېره د تېر سپتمبر په مياشت کې برمته شوې ده .

نور خبرونه
دا پاڼه کوم ملگري ته ولېږئچاپي بڼه
BBC Copyright Logo^^ سرپاڼه
لومړى مخ | افغانستان | نړۍ | پروگرامونه | څپې او وختونه
BBC News >> | BBC Sport >> | BBC Weather >> | BBC World Service >> | Learning English >>
د اوريدو ستونزې او حل لارې | له موږ سره اړيکه | محرميت