د بي بي سي پښتو خپرونې
د بي بي سي راډيويي خپرونې د لندن په زړۀ کې د بوش هاوس له ودانۍ خپريږي.
د بي بي سي پښتو خپرونې په دې ډول دي .
سهارنې خپرونې
دافغانستان سيمې او نړۍ وروستي خبرونه د بي بی سي په سهارنۍ خپرونو کې اوريدلای شئ. زموږ سهارنۍ دوې خپرونې دي چې هره يوه يې د نيم ساعت لپاره ده . لومړنۍ سهارنۍ خپرونه د افغانستان پر وخت د سهار په شپږ بجې او ديرش دقيقې پيليږي . دويمه سهارنۍ خپرونه په اووه بجې او ديرش قيقو خپريږي.
ماښامنی خپرونې
خبرونه ، راپورونه ، څيړنې ، مرکې او د ا ونی ځانګړې راپورونه او خپرونې د بي بي سي په ماښامنی خپرونه کې اوريدلا ى شئ . ماښامنۍ خپرونه د افغانستان په وخت د ماښام په اووه بجې او ديرش دقيقې پيليږي او تر يوۀ ساعته دوام مومي .
ستاسو نړۍ
ستاسو نړۍ هره ورځ د افغانستان په وخت د ماخوستن په نهه بجې خپريږي . دا نيم ساعته خپرونه تر ډيره ځايه د افغانستان جنوبي او د ډيورنډ پورې غاړې د پښتني سيمو مسايلو ته ځانگړې شوې ده . په دې خپرونه کې د اوونۍ اووه ورځې ځانگړي اوونيز مطالب هم خپريږي . د شنبه په ورځ د ښځو ځانگړى رپوټ او د روغتيا مطلب خپروو . د يکشنبه په ورځ د سيمې يوه اقتصادي مساله او د نړۍ يو مطلب وړاندې کوو . د دوشنبه په ورځ ځانگړې مرکه ، د سه شنبه په ورځ د اوونۍ ادبي بنډار ، د چارشنبه په ورځ جره چې د بيلابيلو ولايتونو مسايل د هغه ځاى له خلکو سره پکې څيړل کيږ، د پنجشنبه په ورځ له لندن څخه پر يوې تودې مسالې بحث کيږي او د جمعې په ورځد سيمې پر لوبو غږيږو . له دغو ځانگړو مطالبو سره څنگته د ورځې تاوده خبرونه او مرکې هم له دې خپرونې اوريدلى شئ .
د اوونۍ ځانګړی راپور
د سه شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر يوې ځانگړې موضوع خاصه څيړنه لرو چې د اوونۍ په ځانګړی راپور کې خپريږي .
د اوونۍ مرکه
د چارشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې پر يوې موضوع له چارواکو ، کارپوهانو، څیړونکو او د نظر خاوندانو سره زموږ ځانگړې مرکه مه هيروی .
ستاسو غږ
د هرې پنجشنبې په ماښام د ستاسو غږ ژوندۍ خپرونه . په دې خپرونه کې اوريدونکي د اوونۍ پر يوې تودې مسالې خپل نظر څرگندوي او د خپلو پوښتنو ځواب له چارواکو او کارپوهانو اوري .
پېلوزې
پېلوزې ادبي پروگرام هره جمعه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريږي . په دې خپرونه کې د افغانستان ، سيمې او له لويه سره د نړۍ پر ادبي اوهنري مسايلو مرکې ، رپوټونه او بثونه اوريدلى شئ .
د ولس غږ
د شنبې په ماښامنۍ خپرونه کې خپريدونکى دغه تعليمي مطلب د خلکو ستونزې د دوى له خولې اوري او د حل لارو لپاره يې له کارپوهانو سره پرې خبرې کوي.
د ښار غږ
يکشنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريدونکى دغه تعليمي پروگرام هغه ستونزې څيړي چې په ښارونو کې خلک ورسره مخامخيږي .
زر په خاورو کې
د دوشنبه په ماښامنۍ خپرونه کې خپريدونکى دغه تعليم پروگرام تر ډيره ځايه پر اقتصادي مسايلو راڅرخي او د وړو سوداگريو د برياليتوب لپاره لارې چارې ښيي .








