|
پاکستان: مېنګوره کې ځانمرګی 14 ووژل | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان شمال لوېديځ سوات درې په مېنګوره کې د پوليسو د تلاشۍ پوستې ته نژدې ځانمرګي بريد لږ ترلږه 14 تنه وژلي او تر 60 ډېر نور يې ټپيان کړي دي . پاکستاني پوليس ويلي بريد نن سهار (شنبه، د مارچ 13مه) سهار مهال وشو . د مېنګورې د پوليسو يوه مشر نور ولي خان بي بي سي ته وويل نن سهار د مېنګورې محکمې او تلاشۍ پوستې ته نژدې د رکشا په وسيله ځانمرګی بريد وشو . نوموړی وايي چاودنې ته څېرمه ګڼ ګاډي له منځه تللي او ورڅېرمه ودانيو ته هم سخت زيان اوښتی دی . دی وايي چې ټپيان د سيدو شريف روغتون ته لېږدول شوي . د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزير سيد يوسف رضا ګيلاني د مېنګورې بريدونه په سختو ټکو غندلي دي . دواړو پاکستاني مشرانو په بريدونو کې د وژل شوو له کورنيو سره ژوره غمشريکي او خواخوږي اعلان کړې ده . ګيلاني او زرداري په دوو جلا ويناپاڼو کې ويلي چې دا ډول بريدونه به د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پاکستان هوډ کمزوری نه کړي . عيني شاهدانو ويلي د چاودنې له امله ټول بازار تړل شوی او په سيمه کې ګرځبنديز لګول شوی . د عيني شاهدانو په وينا، د چاودنې له ځايه لوګی پورته کېږي او سيمه کلابنده شوې ده . بل خوا د تحريک طالبان پاکستان د مېنګورې د بريدونو پړه پرغاړه اخيستې ده . دغې ډلې د لاهور د تېرې ورځې بريدونه پړه هم پرغاړه واخيسته . تحريک طالبان پاکستان ويلي په سوات کې د تلاشۍ پر پوستې بريد د دوی کسانو کړی . د دغې ډلې يوه وياند اعظرم طارق بي بي سي ته په تېلې فوني خبرو کې ويلي ترهغه به خپلو بريدونو ته دوام ورکوي، چې پاکستان او د امريکا بې پيلوټه الوتکو د اورپکو پرضد عمليات نه وي درولي . تېر کال په سوات کې پاکستاني پوځ د اورپکو پرضد سخت عمليات وکړل او ځينې سيمې يې تر خپل کنټرول لاندې راوستې .
د سوات په مېنګوره کې دا بريد داسې مهال شوی، چې تېره ورځ د پاکستان په ختيځ لاهور ښار کې دوو ځانمرګو بريدونو 45 تنه ووژل او شاوخوا 100 نور يې ټپيان کړل . بيا وروسته د ورځې په اوږدو کې شپږ نورې چاودنې هم وشوې، خو رپوټونه وايي چې مرګ ژوبله يې نه درلوده . د تېرې دوشنبې تر بريدونو وروسته پاکستاني طالبانو ګواښ کړی و، تر هغه چې پاکستان او د امريکا بې پيلوټه الوتکو د وسله والو پرضد خپل عمليات او بريدونه نه وي درولي، دوی به په ټول پاکستان کې 3000 ځانمرګي بريدګر خواره واره کړي . د امريکا متحده ايالتونو د لاهور د تېرې ورځې بريدونه په سختو ټکو غندلي او ويلي دي چې دا ډول بريدونه له پاکستان سره د اورپکو پرضد د امريکا ملاتړ نه شي زيانمنولی . د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي د ولسي وګړو وژنه هېڅ توجيه نه لري، او د وژل شوو کورنيو ته يې د تسليت پيغام ويلی دی . پاکستان د افغانستان پولې ته څېرمه په نارامه قبايلي سيمه کې له اورپکو سره په جګړه بوخت دی . په تېره يوه مياشت کې پاکستان د طالبانو ځينې جګپوړي مشران ونيول . رپوټونه وايي چې په تېرو شپږو میاشتو کې پاکستان کې د اورپکو په بريدونو کې سلګونه ولسي وګړي وژل شوي . په اسلام اباد کې د بي بي سي خبريال عليم مقبول وايي داسې نښې نښانې نه شته، چې ګني پاکستان کې دې د تاوتريخوالي کچه راټيټه او يا ارامي راشي . په تېر اکتوبر کې وسله والو په لاهور ښار کې د امنيتي ځواکونو پر درو ودانيو بريدونه وکړل، چې په پايله کې 38 تنه ووژل شول . او په تېر دسمبر مياشت کې بيا په دغه ښار کې دوو زورورو چاودنو 48 تنه ووژل او تر 100 ډېر نور يې ټپيان کړل . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان : مېنګوره به يوه اوونۍ کې تصفيه شي25 مۍ, 2009 | نړۍ پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي06 مۍ, 2009 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||