|
پاکستان : مېنګوره به يوه اوونۍ کې تصفيه شي | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان پوځي وايي له طالبانو څخه د مېنګورې نيول به لږ ترلږه يوې اوونۍ او يا ١٠ نورو ورځو ته اړتيا ولري . د پاکستان پوځ وايي د مېنګورې په ښار کې پوځيان له درو ورځو راهيسې کوڅه په کوڅه په جګړې او تصفيوي عملياتو بوخت دي . پوځ وايي چې تېره ورځ يې پنځه وسله وال طالبان وژلي او ١٤ نور يې نيولي دي . د پوځ وياند تورنجنرال اطهر عباس وويل د مېنګورې تصفيه کول به لږ ترلږه يوې اوونۍ وخت ته اړتيا ولري : (( هغه سيمې چې موږ يې تصفيه کوو، هڅه کوو چې د پوځ له خوا په کې له ولسي وګړو سره په بشپړ ډول مرسته وشي . تمه ده چې د مېنګورې ښار نيول به له يوې اوونۍ يا لسو ورځو څخه زيات وخت نه اخلي . )) په سوات کې او شاوخوا سيمو کې د جګړو له پيله راپدېخوا سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او په لکونو نور د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي .
اطهرعباس زياتوي پوځ د مېنګورې د ښار له بهره ښار ته يوه لاره جوړه کړې : (( له ښار نه بهر پوځيانو له هغو ځواکونو سره اړيکي ټينګ کړي، چې د ښار د ننه د پوځي حرکت د فشار له امله کلابند و، ځواکونه مو اوس پياوړي شوي او د پاکولو عمليات يې پيل کړي . په مېنګوره کې پنځه سترې څلور لارې دي، چې درې يې اوس د امنيتي ځواکونو په واک کې دي .)) بل خوا د بي بي سي اردو وېبپاڼې په سوات کې د طالبانو د تحريک د مشر مولانا فضل الله د وياند له خولې ليکي چې د طالبانو مشرتابه خپلو وسله والو ته امرکړی، چې د پاکستان پر امنيتي ځواکونو ډزې ونه کړي . د وياند مسلم خان له خولې ويل شوي دا امر يې ځکه کړی، چې ولسي خلکو ته مرګ ژوبله وانه وړي، او دا کار به د سوات په نورو برخو کې هم عملي شي . د پاکستان پوځ هم بيا د جګړې له پيل راهيسې په دې خبره ټينګار کوي چې د مېنګورې نيول به وخت ونيسي، ځکه دوی نه غواړي چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله ډېره شي . تورنجنرال اطهر عباس وايي پوځ يې يوازې هغه کسان په نښه کوي، چې وسلې ورسره وي .
خو ځينې عيني شاهدان وايي چې پوځ په خپل چلند کې دومره دقيق نه دی . که څه هم په مېنګوره کې کوڅه په کوڅه د طالبانو پاکول روان دي، خو لاهم د دغه ښار پر ډېرو برخو طالبان واکمن دي . دا مهال په مېنګوره ښار کې شاوخوا ٢٠ زره کورنۍ دي، پوځ يې ژوند ته د پاملرنې په موخه په خپلو عملياتو کې ورو ګامونه ږدي . د پاکستاني پوځي سرچېنې وايي چې ١٥ زره پوځيان يې له پنځو زره طالبانو سره په سوات او شاوخوا سيمو کې پر جګړه بوخت دي . پوځ دا هم وايي چې د جګړو له پيله تر اوسه شاوخوا ١٠٠٠ وسله وال طالبان او ٥٠ پاکستاني پوځيان وژل شوي دي . | ورسره تړلي نور خبرونه د سوات کډوال بېړنۍ مرسته غواړي19 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې عمليات دوام لري 09 مۍ, 2009 | خبرونه پاکستان: سوات کې 35 اورپکي وژل شوي06 مۍ, 2009 | خبرونه سوات کې شپږ امنيتي سرتېري تښتول شوي 02 مارچ, 2009 | خبرونه سوات کې د سولې د تړون په پلوي لاريون وشو18 فبروري, 2009 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||