|
سوات کې شپږ امنيتي سرتېري تښتول شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
له پاکستان څخه رپوټونه وايي چې د سوات په دره کې، چې له دوو اوونيو راهيسې اوربند اعلان شوی دی، وسله والو د يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي په ګډون شپږ سرتېري تښتولي دي . دغه کسان منګورې ښار ته روان وو، چې په لاره کې وسله والو کسانو ورته مخه نيولې وه او دوی يې له خپل ځانه سره بوتلل . دغو امنيتي کسانو له FC سره اړه درلوده، يوه ځايي چارواکي ويلي دوی باوري دي چې دغه کسان طالبانو تښتولي دي، خو طالبانو په دې اړه خپل غبرګون نه دی ښودلی . د تېرې يکشنبې په ورځ هم په يوه ورته پېښه کې د سوات يو لوړپوړی چارواکی له خپلو شپږو ساتونکو سره تښتول شوی و، چې بيا وروسته خوشی کړای شو . تر اوسه د دې کسانو د تښتولو پړه چار پرغاړه نه ده اخيستې، خو د تور ګوته وسله والو طالبانو ته نيول کېږي .
دغه کسان په داسې وخت کې تښتول شوي، چې هلته د وسله والو طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړي مشر مولانا صوفي محمد ويلي که شريعت پلي نه شي، هغه به خپل اعتراض پيلوي . دا په داسې حال کې د لاقانونه ګرځول شوي تحريک شريعت نفاذ محمدي مشر مولانا صوفي محمد په منګوره کې يوه خبري کنفرانس ته ويلي وو چې له حکومت سره د تړون په اړه ډاډه نه دی . ده له دواړو غاړو (حکومت او طالبانو) وغوښتل چې د روانې مارچ مياشتې تر پنځه لسمې پورې خپل خپل بنديان پرېږدي . همدارنګه صوفي محمد خبرداری ورکړ که چېرې داسې ونه شي، نو بيا به په احتجاج لاس پورې کړي . صوفي محمد دا غوښتنه هم درلوده چې د ملاکنډ په سيمه کې دې د عدالتي يا قضايي محکمو کارونه هم ودرول شي او پرځای يې دې شرعي عدالتونو ته د کار کولو اجازه ورکړل شي . د تحريک نفاذ شريعت محمدي مشر وويل تر هغه چې شريعت نه وي پلي شوی، په سوات کې امن نه شي راتلی . | ورسره تړلي نور خبرونه پاکستان: باجوړ مو له طالب اورپکو پاک کړ01 مارچ, 2009 | خبرونه د سوات اوربند افغان حکومت اندېښمن کړی دی 27 فبروري, 2009 | خبرونه په سوات کې طالبانو لس ورځنی اوربند اعلان کړی16 فبروري, 2009 | خبرونه طالبانو په سوات کې 30 پوځيان وتښتول 04 فبروري, 2009 | خبرونه په سوات کې طالبان واکمني ټينګوي01 فبروري, 2009 | نړۍ سوات: د نجونو سلګونه ښوونځي وتړل شول17 جنوري, 2009 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||