|
په سوات کې طالبانو لس ورځنی اوربند اعلان کړی | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په سوات دره کې طالب اورپکو اعلان کړی چې له ځايي حکومت سره يې لس ورځې اوربند کړی دی . هلته د روانو نښتو له امله سلګونه کسان وژل شوي او زرګونو نور هغو سيمه پرې اېښې ده . دا پرمختګ وروسته له هغه شوی، چې د پاکستان حکومت په سوات کې د شرعي نظام په راوستلو سلا شو . هلته اورپکي چې يوه کلنه جګړه پرمخ وړي، وايي چې حکومت سره يې خبرې اترې ګټورې وې او ښايي دا اوږدمهال سوله رامنځ ته کړي . په سوات کې اوربند د هغه چينايي انجنير له راخوشي کېدا وروسته کېږي، چې پنځه مياشتې وړاندې تښتول شوی و . د سوات په دره کې د طالب اورپکو يوه تن وياند ويلي چې د اوربند دغه لړۍ ښايي چې د ځايي حکومت او طالبانو ترمنځ نېک ګام وي . په دې دره کې د طالبانو يو مشر صوفي محمد وايي چې حکومت دې د سوات او ملکنډ په سيمو کې اسلامي شريعت نافذ کړي . دا په داسې حال کې ده چې په سوات کې زرګونه زده کوونکي د زده کړې له نعمت څخه بې برخې شوي دي . په پاکستان کې د طالب اورپکو د فعاليتونو لړۍ تر ښارونو غځېدلې ده، چې په دې اړه د دغه هېواد ولسمشر اصف علي زرداري په اندېښنه کې دی . | ورسره تړلي نور خبرونه په سوات کې دې د پښتنو وژنه بنده شي16 فبروري, 2009 | خبرونه طالبانو په سوات کې 30 پوځيان وتښتول 04 فبروري, 2009 | خبرونه پاکستان:د سوات دره به له طالبانو پاکه کړو29 جنوري, 2009 | خبرونه برتانوۍ ورځپاڼې: پر سوات طالبان واکمن دي27 جنوري, 2009 | خبرونه سوات: د نجونو سلګونه ښوونځي وتړل شول17 جنوري, 2009 | نړۍ بونېر: ځانمرګي بريد ٢٣ کسان ووژل29 دسمبر, 2008 | نړۍ پاکستان:دسوات ځانمرګي بريد لارويان وژلي01 دسمبر, 2008 | نړۍ پاکستاني طالبانو د خبرو اترو وړانديز رد کړ29 اکتوبر, 2008 | نړۍ | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||