|
پاکستاني طالبانو د خبرو اترو وړانديز رد کړ | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې جرګه ګۍ په يوه ګډه اعلاميه کې ويلي دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې د پولې په دواړو غاړو کې د اورپکۍ او زورزياتي پېښې پاى ته ورسوي . دا اعلان په اسلام اباد کې تر هغې دوه ورځنۍ غونډې وروسته وشو، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سولې د جرگې لپاره تيارى نيسي . د افغانستان له لوري د پلاوي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله وويل اوس د خبرو لپاره پراخ ورونه پرانيستي دي او له طالبانو سره به د تماس لپاره ځانگړې ډلې جوړېږي . خو د پاکستاني طالبانو له خوا په يوۀ غبرگون کې ويل شوي چې دا د دولتونو يو چل دى . په سوات کې د پاکستاني طالبانو وياند مسلم خان ويلي دا سمه ده چې جرگې د پښتنو يو منل شوى دود دى، خو په وينا يې دغه جرگه د پښتنو له جرگې سره توپير لري، دى وايي چې دا د حکومتونو له خوا جوړه شوې جرگه وه او د قومي مشرانو پرځاى حکومتي مشرانو برخه اخيستې وه . مسلم خان ويلي چې له يوې خوا نه د امن او سولې لپاره جرگې کېږي او له بل پلوه حکومت پوځي عمليات پر مخ بيايي .
دى وايي چې په سوات او باجوړ کې اوس هم د پاکستاني پوځ عمليات دوام لري چې د مسلم خان په وينا دا د حکومت له خوا نه يو چل دى او دا ډول جرگې د پښتنو دوديزو جرگو ځاى نه شى نيولى . دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ سې شنبه، چې کله په اسلام اباد کې دغې جرگه گۍ يوۀ گډه اعلاميه خپره کړه، په افغانستان کې وسله والو طالبانو هم ويلي وه، چې له جرگې سره خبرو ته نه دي چمتو . د دغې ډلې يوۀ تن وياند ذبيح الله مجاهد ويلي وو تر هغه چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون ولري، طالبان به له هېڅ ډول جرگې سره خبرو ته چمتو نه وي . پاك-افغان جرګه ګۍ وسله وال خبرو ته راوبلل تېره ورځ سې شنبه، پاكستاني او افغان قومي اوسياسي مشران سره سلا شول چې له وسله والو مخالفينو سره د خبرو اترو لپاره په لوړه سطحه اړيكي ونيسي . په دغې جرگه گۍ کې د افغان پلاوي مشري د ډاکټر عبدالله عبدالله پر غاړه وه او د پاکستان له لورې يې مشري د سرحد والي اويس غني کوله . فاروق وردگ، چې د دغې جرگه گۍ يو غړى و، د جرگې په دويمه او وروستۍ ورځ وويل جرگه گۍ پرېكړه وكړه، چې د ډيورنډ پولې دواړو غاړو ته له وسله والو سره د خبرو دروازه به خلاصه شي .
ښاغلي وردگ زياته کړه د جرگې د پرېکړې اساسي ټکي دا وو چې : ترهگري د پا كستان او افغانستان ګډ تهديد دى او په افغانستان کې اوس له پر خپلو پښو درېدلي ډيموكراټيك نظام نه ګټه اخيستل په كار دى . ډاکټر فارو وردگ زياته کړه چې جرگه وال په دې سره سلا شول، چې ' له قانون منونکو مخالفو گروپونو سره به خبرې به خبرې اترې وکړي او په کابل کې د تېر کال د امن د گډې جرگې د سپارښتنو د تطبيق هڅه به کوي . د جرگې په پاى کې د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري يوۀ ماښامنۍ هم برابره کړې وه، چې مخورو مشرانو ګډون په کې کړى و او له افغان پلاوي سره يې وکتل . | ورسره تړلي نور خبرونه جرګه ګۍ له مخالفينوسره خبرو ته پلاوی ټاکي28 اکتوبر, 2008 | خبرونه جرگه وال : له طالبانو سره خبرې کوو27 اکتوبر, 2008 | خبرونه | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||