|
جرگه وال : له طالبانو سره خبرې کوو | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
په اسلام اباد کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سيمې د سولې او امن د جرگې د پريکړو څارونکې جرگه گۍ د دوشنبې په ورځ ( د لړم ٦ د اکتوبر ٢٧ ) پيل شوې ده. دا جرگه گۍ به تر دوو ورځو روانه وي او د هغو پريکړو د عملي کولو پر لارو چارو به غور کوي چې تير کال په کابل کې د جرگې په ترڅې کې شوې وې . د افغانستان له غاړې د جرگې مشري د بهرنيو چارو پخوانى وزير ډاکټر عبدالله عبدالله کوي . ښاغلي عبدالله په اسلام اباد کې د بي بي سي پښتو ويبپاڼې خبريال طاهرخان ته وويل چې ډير هيله من دى چې جرگه گۍ به بريالۍ وي . ډاکټر عبدالله وويل په پاکستان کې د تير يوۀ کال حالاتو د دغې جرگه گۍ د ناستې موقعې نه ورکوله خو اوس چې پيل شوه نو هيلې ډيرې شته چې بريالۍ وي . د بهرنيو چارو مخکيني افغان وزير وويل دا جرگه گۍ به د دواړو هيوادونو د اړکيو د لا ښه کيدو او د امن په راوستلو کې گټوره وي . د اسلام اباد او کابل ترمنځ پر يو بل د شک او گيلې په باب د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عبدالله وويل چې (( گيلو ته د خبرو له لارې بايد توجه وشي . )) له وسله والو طالبانو سره د خبرو په اړه ډاکټر عبدالله څه ونه ويل خو په همدې برخه کې يې د يوې پوښتنې ځواب دا و چې د دغې جرگه گۍ نتايج به وروسته په ډاگه کيږي . خو په جرگه گۍ کې د پاکستاني غاړې مرستيال او قبايلي مشر ډاکټر گلاب جمال ټينگار لارۀ چې له طالبانو سره به خبرې کيږي . د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي جمال وويل (( دلته زموږ ناسته په دې ده چې له هرې غاړې سره خبرې وکړو که خبرې ونه کړو نو دا خو بيا د پښتنو جرگه نه شوه )) د يادولو وړ ده چې له کابل څخه تر خوځيدو وړاندې د افغان جرگه گۍ د پلاوي يوۀ غړي او د پکتيکا ولايت وکيل نادر خان کټوازي بي بي سي ته ويلي و چې د دغې جرگه گۍ اصلي هدف همدا دى چې له وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو لاره هواره شي . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||