|
پکتيکا کې 5 ځانمرګي بريد کوونکي وژل شوي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پنځو په وسلو سنبالو ځانمرګو بريد کوونکو غوښتل چې د پکتيکا ولايت پر برمل ولسوالۍ بريد وکړي، خو له بريد مخکې ووژل شول . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وايي پنځه په وسلو سنبال ځانمرګي بريد کوونکي د پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې وژل شوي . د کورنيو چارو وزارت د يوې خبرپانې په خپراوي سره ويلي دغو پنځو ځانمرګو بريدګرو غوښتل چې د برمل ولسوالۍ ته ننوځي او ډله ييز بريدونه وکړي، خو له بريد مخکې ووژل شول . بل خوا د پکتيکا د والي وياند مخلص افغان بي بي سي ته وويل نن (دوشنبه، د مارچ 15مه) درې په وسلو سنبالو ځانمرګو بريد کوونکو غوښتل چې د برمل ولسوالۍ ته ننوځي چې له ننوتلو مخکې يې امنيتي کسانو مخه نيولې ده . ښاغلی افغان زياتوي بريد کوونکو غوښتل چې د برمل ولسوالۍ د بازار له لارې ولسوالۍ ته ننوځي خو له پېژندل کېدو وروسته ملي اردو نښته ورسره وکړه او هغوی يې ووژل . په بريد کې د يوه افغان پوليس د ټپي کېدو خبر هم ورکړل شوی . د پکتيکا چارواکي وايي چې له ځانمرګو بريدګرو يو راکټ او يوه پيکا هم پاتې شوې دي . د بريد پړه وسله والو طالبانو پرغاړه اخيستې ده . د دغې ډلې يوه تن وياند ذبيح الله مجاهد بي بي سي ته وويل په برمل کې د دوی دوه بريد کوونکي د افغان او بهرنيو ځواکونو ګډ مرکز ته ننوتي او خپل ځانونه يې چوولي دي . ښاغلی مجاهد ادعا کوي چې په بريدونو کې يې 25 افغان او باندينيو پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو دغه ادعا د کومې رسمي سرچينې له خوا نه ده تاييد شوې . يوه اوونۍ وړاندې هم په دغه ولسواۍ کې د سرحدي پوليسو يوې لېوا ته له 3000 کيلومتره چاودېدونکو توکو ډکه هينو ننويستل شوې وه، چې د چارواکو په وينا په چوولو سره يې نهه سرحدي پوليس او د ملي اردو سرتېري ټپيان کړي وو . په ټپيانو کې څلور سرحدي پوليس او پنځه د ملي اردو سرتېري وو . خو وسله والو طالبانو ويلي وو چې 40 بهرنيو او افغان سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه . برمل د پکتيکا په ختيځ يو له ناامنه ولسواليو بلل کېږي . بل خو د پکتيکا د څنګلوري پکتيا ولايت په احمدخېلو ولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو پر يوه ګاډي د هاوان بريد شوی . وسله وال طالبان وايي چې شپږ بهرني پوځيان يې وژلي، خو په ګردېز کې مېشت امريکايي ځواکونه د هاوان بريد مني، خو وايي چې دوی ته هېڅ زيان نه دی پکې رسېدلی . امريکايي ځواکونو ويلي چې په سيمه کې د يوه نوي جوړ شوي ښوونځي کتلو ته پر لار و، چې له څنګ سره يې دوه هاوان ولګېدل . | ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||