|
جرګه ګۍ له مخالفينوسره خبرو ته پلاوی ټاکي | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
نن سې شنبه (د اکتوبر ٢٨، د لړم اوومه) په اسلام اباد کې افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې د جرګه ګۍ دويمه ورځ ده . د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې جرګه ګۍ دوام کوي او په پای کې به يوه ګډه اعلاميه خپره کړي . جرګې ته نژدې سرچينې وايي چې جرګه ګۍ به له مخالفينو سره د خبرو لپاره يو لس کسيزه ډله جوړه کړي چې د دواړو غاړه څخه به په کې پنځه پنځه غړي شامل وي . ويل کېږي چې د امنيتي اندېښنو له امله به د کمېټې د غړو نومونه به پټ پاتې کړای شى او دا چې په هغوى کې به هغه غړي شامل وي چې پاکستان او افغانستان کې د مخالفينو اعتماد ورسره وي . دا هم ويل شوي چې د جرګه ګۍ غړي به د دواړو هېوادونو د جرګو کمېسيونونو مشرانو ته د کمېټې لپاره د غړو د نوماندۍ اختيار ورکړي . ښايي چې جرګه ګۍ نن په دويمه ورځ د دويمې لويې جرګې لپاره، چې په پاکستان کې به جوړېږي، نېټه هم وټاکي . د سرچينو ترمخه جرګه ګۍ به له مخالفينو سره د خبرو لپاره شرطونه هم وټاکي. دواړه حکومتونه وايي له اساسي قانون منونکو او وسله غورځوونکو سره به خپلې خبرې وکړي . تېره ورځ د جرګه ګۍ د پرانيستې په دستوره کې وينا کوونکو د خبرو په عمل ټينګار وکړ او وې ويل چې جنګونو دواړه هېوادونه ډېر زيانمن کړي دي . تېر کال د اګست په مياشت کې د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د امن ګډې لويې جرګې پرېکړه کړې وه چې له مخالفينو سره به خبرې وکړي، خو په دې اړه څه خاص پرمختګ ونه شو . ټاکل شوې چې د افغانستان د جرګه ګۍ غړي نن په اسلام اباد کې له پاکستاني ولسمشر اصف علي زرداري سره هم وويني. نن د جرګه ګۍ په دويمه ورځ د تړلو دروازو تر شا خبرې روانې دي او مطبوعاتو ته د ورتلو اجازه نه شته . د پاکستان د بهرنو چارو وزارت وايي چې د جرګه ګۍ په پای کې به يوه ګډه اعلاميه په يوه خبري کنفرانس کې خپره کړای شي او ژونالېستان به د جرګه ګۍ له پرېکړو خبر کړي . | ورسره تړلي نور خبرونه جرگه وال : له طالبانو سره خبرې کوو27 اکتوبر, 2008 | خبرونه | |||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||
| ||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||||